د حضرت حبقُوق نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکول

۱زۀ به څوکيدارۍ ته ودرېږم او په خپله به په برج باندې وخېژم، زۀ به ګورم چې هغه به ما ته څۀ وائى، او چې زۀ به د خپل شکايت څۀ جواب ورکوم.

د مالِک خُدائ جواب

۲بيا مالِک خُدائ د حبقُوق دُعا ته جواب ورکړو، ”زۀ چې څۀ تا ته په رويا کښې څرګندوم هغه په تختو باندې داسې وليکه چې هر څوک يې په آسانۍ سره لوستلے شى. ۳نو ځکه رويا د مقرر وخت انتظار کوى، دا د آخرت په حقله خبرې کوى او دا به دروغ ثابت نۀ شى. اګر کۀ دا وخت اخلى، د دې انتظار وکړه، دا به خامخا پوره شى او ايسار به نۀ شى. ۴مغروره ته وګوره، هغوئ په خپل ځان يقين ساتى، او د هغوئ ژوند کوږ دے. څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.

د بدعمله خلقو تباه کېدل

۵په حقيقت کښې مال حال هغوئ دوکه کوى، هغوئ مغروره دى او هيڅکله هم په آرام نۀ وى. ځکه چې هغوئ دومره حرصناک دى څومره چې قبر وى او لکه د مرګ په شان هيڅکله هم نۀ مړيږى، هغوئ خپل ځان ته ټول قومونه راغونډوى او ټول خلق قبضه کوى.“ ۶آيا هغوئ ټول به هغۀ ته په خندا او سپکه توګه پېغور ورنۀ کړى، او وائى به چې، ”په هغۀ دې افسوس وى څوک چې د غلا څيزونه جمع کوى او خپل ځان په قلنګ اخستلو سره مالداره کوى.“ دا به ترڅو پورې جارى وى؟ ۷آيا ستا قرضدار به ناڅاپه راوچت نۀ شى؟ آيا هغوئ به بېدار نۀ شى او تا به ونۀ لړزوى؟ نو بيا به تۀ د هغوئ ښکار شې. ۸ځکه چې تاسو ډېر قومونه لوټ کړى دى، کوم خلق چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تاسو لوټ کړى. ځکه چې تاسو د انسانانو وينه تويه کړې ده، او تاسو مُلکونه او ښارونه او په دې کښې ټول خلق تباه کړى دى. ۹”افسوس په هغه چا چې خپله بادشاهى په ناجائزه ګټه جوړوى او خپله جاله په اوچت ځائ کښې جوړوى، د دې دپاره چې د تباهۍ د ګرفت نه بچ شى. ۱۰تاسو د ډېرو خلقو د تباهۍ منصوبه جوړه کړه، په دې طريقه تاسو خپل قوم وشرمولو او خپل ژوند مو په کښې تباه کړو. ۱۱د دېوالونو کاڼى به هم تا پسې چغې کړى، او په چت کښې د لرګى تيرونه به هم فرياد کوى. ۱۲افسوس په هغه چا څوک چې په وينه توېدو ښار آبادوى او په جرم باندې ښار قائموى. ۱۳آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟ ۱۴ځکه چې زمکه به د مالِک خُدائ د جلال د عِلم نه داسې ډکه شى لکه څنګه چې سمندر د اوبو نه ډک وى. ۱۵افسوس په هغه چا چې خپل ګاونډى له شراب ورکوى، د شرابو د مشک نه ورته تر هغې پورې اچوى چې دوئ نشه شى، نو چې هغه د هغوئ لغړ بدنونه وګورى. ۱۶خو تۀ به زر د جلال په ځائ د شرم سره مخ شې. اوس ستا وار دے، وڅښه او ناسنته ځان لغړ کړه. د مالِک خُدائ د ښى لاس نه جام تا ته راروان دے، او سپکاوے به ستا جلال ختم کړى. ۱۷کوم ظلم چې تا لبنان سره وکړو هغه به تا له شکست درکړى، او کوم ظلم چې تا په ځناورو وکړو هغوئ به تا نه بدل واخلى. تا د انسان وينه تويه کړې ده، تا د زمکې په مخ کلى او ښارونه او په دې کښې ټول مخلوق تباه کړى دى. ۱۸د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے. ۱۹افسوس په هغوئ څوک چې لرګى ته وائى، ژوندے شه. يا بې‌ساه کاڼى ته وائى، پاڅه. آيا دا دوئ ته هدايت ورکولے شى؟ دا په سرو او سپينو زرو پټ وى، خو په کښې ساه نۀ وى. ۲۰خو مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، پرېږده چې ټوله زمکه د هغۀ په حضور کښې خاموشه شى.“