د هوشع نبي کتاب

لسم فصل

۱ د اسراییلو قوم د انګورو د یو داسې تاک په شان ؤ چې د انګورو نه ډک ؤ. هرڅومره چې د هغه مېوه زیاتېدله، نو هماغومره ډېر د بتانو د قربانۍ ځایونه به یې جوړول. هرڅومره چې د هغوی د ځمکې حاصلات زیاتېدل، نو هغوی د تیږو مذهبي ستنې ښایسته کولې. ۲ د هغو خلکو چې زړونه یې د چل او غولونې نه ډک دي، نو اوس به د خپلو ګناهونو له امله ځوریږي. خدای به د هغوی د قربانۍ ځایونه وران کړي او د هغوی د تیږو ستنې به له منځه یوسي.

۳ بیا به دا خلک ووایي: «مونږ پاچا نه لرو، ځکه چې مونږ د څښتن څخه ونه وېرېدلو. خو که مونږ پاچا درلودلی، نو هغه به زمونږ دپاره څه کولای شول؟» ۴ د اسراییلو پاچاهان هسې خبرې کوي او د دروغو وعدې کوي او بې‌ګټې تړونونه کوي. انصاف په بې‌انصافۍ باندې بدل شوی دی لکه په قلبه شوي پټي کې چې زهرجن بوټي راشنه شي.

۵ کوم خلک چې په سامرې کې اوسیږي، هغوی به ووېریږي او په بیت‌آون کې د سرو زرو د خوسي د ورکېدلو په خاطر به ویر وکړي. خلک او د بت کاهنان به په دې خاطر چې د هغه شان او شوکت به له منځه لاړ شي، نو هغوی به ورباندې ژړا او انګولا کوي. ۶ حتی هغه بت به هم آشور ته یووړل شي چې لوی امپراتور ته به د باج په توګه ورکړل شي. د اسراییلو خلک به په هغه بت باندې د تکیه کولو په سبب وشرمیږي او خجالته به شي. ۷ د سامریې پاچا به داسې یووړل شي لکه د اوبو په سر باندې چې د لرګي یوه کوچنۍ ټوټه روانه وي. ۸ د آون هغه سیمه‌ییز عبادتځایونه به له منځه لاړ شي چې د اسراییلو خلکو په کې ګناه کوله. د هغوی په قربانګاوو باندې به اغزي او هرزه بوټي راشنه شي. خلک به غرونو ته چیغې وهي چې مونږ پټ کړئ! او غونډیو ته به چیغې وهي چې په مونږ باندې راولوېږئ!

څښتن د اسراییلو په هکله د قضاوت کولو اعلان کوي

۹ څښتن وایي: «ای د اسراییلو خلکو، د هماغه وخت نه چې تاسو په جبعه کې ګناه کړې ده، تر‌اوسه پورې زما په وړاندې د ګناه کولو نه لاس نه اخلئ. ایا دا مناسبه نه وه چې د جبعې په بدکاره خلکو باندې حمله وشوه؟ ۱۰ کله چې زه وغواړم، هغوی ته به سزا ورکړم. نور قومونه به د هغوی په وړاندې سره یوځای شي او هغوی به د خپلو زیاتو ګناهونو له امله په زنځیرونو وتړل شي.

۱۱ اسراییل په یو وخت کې د ښه روزل شوي خوسي په شان ؤ چې د غلو دانو غوبل کولو ته به خوشحاله ؤ. خو زه به د هغه په ښایسته غاړه باندې جغ ږدم او د سخت کار دپاره به یې تیاروم. ما یهودا دې ته مجبوره کړ چې یوې کش کړي او یعقوب مې مجبور کړ چې ماله کش کړي. ۱۲ نو د عدالت تخم وکرئ، ترڅو د تلپاتې مینې حاصل ورڅخه ورېبئ. د خپلو زړونو سخته ځمکه نرمه کړئ، ځکه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې د څښتن په لټه کې اوسئ، ترڅو زه راشم او د عدالت باران په تاسو باندې ووروم. ۱۳ خو تاسو د بدکارۍ تخم وکاره او د بې‌انصافۍ حاصل مو ورېبه. تاسو د خپلو دروغو د حاصل مېوه وخوړله.

ځکه چې تاسو په خپل قوت او په خپلو ډېرو جنګیالیو باندې تکیه وکړه، ۱۴ نو ستاسو په خلکو باندې به د جنګ اوازونه راشي او ستاسو ټولې قوي کلاګانې به ورانې شي. دا به د هغې ورځې په شان وي لکه څنګه چې شلمان پاچا چې د بیت‌اربیل ښار په جنګ کې وران کړ او د هغوی میندې او ماشومان به په ځمکه راوغورځیږي او مړه به شي. ۱۵ نو ای د بیت‌ییل خلکو، ستاسو سره به هم د هغو ډېرو بدو عملونو له امله چې کړي مو دي، همداسې کار کیږي. څنګه چې جنګ پیل شي، نو د اسراییلو پاچا به په بشپړه توګه تباه شي.»