د هوشع نبي کتاب

نهم فصل

هوشع اسراییلو ته د سزا ورکولو اعلان کوي

۱ ای د اسراییلو خلکو، د نورو قومونو د اخترونو د لمانځلو نه لاس واخلئ، ځکه چې تاسو خپل خدای پریښی دی او د هغه سره مو بې‌وفایي کړې ده. تاسو بتانو ته په عبادت کولو سره په ټولو ځایونو خپل ځانونه لکه د فاحشو په شان خرڅ کړي دي. ۲ خو اوس به نور تاسو سره په پوره اندازه غلې دانې او شراب نه وي. ۳ د اسراییلو خلک به نور د څښتن په وطن کې پاتې نه شي، بلکې هغوی باید بېرته مصر ته لاړ شي او په آشور کې به حرام خواړه خوري. ۴ هلته به هغوی د دې توان نه لري چې څښتن ته د نذرانې په توګه شراب توی کړي او د هغوی په قربانیو باندې به څښتن خوشحاله نه شي. هرڅوک چې د هغوی خواړه وخوري، هغوی به داسې ناپاکه شي لکه څوک چې د مړي د جنازې په مراسمو کې خواړه خوري. په دې باندې به یوازې د هغوی لوږه له منځه ځي. خو هغه خواړه باید د څښتن عبادتځای ته رانه وړل شي. ۵ نو تاسو به د اختر په ورځو کې څه کوئ او څنګه به د څښتن اخترونه لمانځئ؟ ۶ ګورئ، که څه هم هغوی به د تباهۍ څخه وتښتي، خو مصریان به هغوی سره راټول کړي او د ممفیس په ښار کې به یې ښخ کړي! په هغو ځایونو کې چې د هغوی د سپینو زرو خزانې او یو وخت په کې د هغوی کورونه وو، په هغو کې به هرزه بوټي او د اغزیو بوټي راشنه شي.

۷ اسراییلو ته د سزا ورکولو او د حساب کولو ورځ رارسېدلې ده. کله چې دا کار وشي، نو اسراییل به ورباندې پوه شي. تاسو وایئ چې دا پیغمبر کم‌عقل دی او دا د الهام رسوونکی سړی لېونی دی. تاسو داسې وایئ، ځکه چې ستاسو ګناهونه ډېر زیات دي. ۸ پیغمبر د خدای له خوا د اسراییلو پهره‌دار دی. خو زه چې هر‌چېرته ځم، نو تاسو کوښښ کوئ چې د مرغۍ په شان مې په دام کې راګېر کړئ. حتی تر دې پورې چې د خدای په کور کې هم خلک د پیغمبر دښمنان شوي دي. ۹ هغوی په خپلو کارونو کې داسې فاسد شوي دي، لکه څنګه چې د جبعې په ښار کې وو. خدای به د هغوی ګناهونه رایاد کړي او د هغو په خاطر به ورته سزا ورکړي.

د اسراییلو ګناه او د هغې پایله

۱۰ څښتن وایي: «کله چې ما د لومړي ځل دپاره اسراییل ولیدل، نو هغه داسې وو لکه په دښته کې چې انګور پیدا شي. کله چې ما د لومړي ځل دپاره ستاسو نیکونه ولیدل، هغه داسې وو لکه د موسم لومړني پاخه شوي انځران مې چې لیدلي وي. خو کله چې هغوی د فغور غره ته راغلل، نو هغوی خپل ځانونه د بعل شرمناک بت ته وقف کړل او ډېر زر د بعل د بت په شان چې هغوی ورسره مینه کوله، د کرکې وړ وګرځېدل. ۱۱ د اسراییلو شان او شوکت به لکه د مرغۍ په شان والوځي او د هغوی به نور اولادونه نه پیدا کیږي، د هغوی ښځې به نورې نه امیدوارې کیږي او نه به یې اولاد په خېټه کیږي. ۱۲ خو که د هغوی اولادونه هم پیدا شي، نو زه به یې ورڅخه واخلم او یو به یې هم ژوندی پرېنږدم. کله چې زه دا خلک پرېږدم، نو هغوی به د ډېرو وېروونکو پېښو سره مخ شي. ۱۳ ما لیدلي دي چې اسراییل لکه د خرما د نیالګیو په شان په ښه ځای کې کرل شوي دي، خو هغوی باید خپل زامن جنګ ته ولېږي چې ووژل شي.»

۱۴ ای څښتنه، زه به ستا نه د دې خلکو دپاره د څه شي سوال وکړم؟ د هغوی ښځې شنډې کړه چې ماشومان ونه زېږوي او د هغوی په سینو کې شیدې وچې کړه چې ونه شي کولای خپل ماشومان وروزي!

د اسراییلو په هکله د څښتن قضاوت

۱۵ څښتن وایي: «د هغوی ټوله بدکاري د جلجال په ښار کې پیل شوه. په هماغه ځای کې ما د هغوی څخه کرکه پیل کړه. د همدې بدو عملونو په خاطر به زه هغوی د خپل وطن نه وشړم. زه به نور د هغوی سره مینه نه کوم. د هغوی ټولو مشرانو زما په وړاندې سرکښي کړې ده. ۱۶ د اسراییلو خلک د هغه بوټي په شان دي چې ریښې یې وچې شوې وي او مېوه نه نیسي. د هغوی به اولادونه نه پیدا کیږي، خو که پیدا هم شي، زه به د ‎هغوی ګران اولادونه ووژنم.»

۱۷ زما خدای به هغوی پرېږدي، ځکه چې هغوی د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه. نو هغوی به د نورو قومونو په منځ کې سرګردانه ګرځي.