Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې هغه ورځ راشي، نو اووه ښځې به د یو سړي لمن ونیسي او ورته به ووایي: «مونږ په خپله د خپلو ځانونو دپاره خوراک او کالي تیاروو، یوازې غواړو چې ته زمونږ مېړه اوسې، ترڅو له دې شرمه وژغورل شو چې مونږ واده شوې نه یو.»
۲ هغه ورځ راتلونکې ده چې څښتن به د دې وطن هر بوټی او ونه لویه او ښایسته کړي او هغه حاصلات چې ځمکه یې ورکوي هغه به د هغو ټولو اسراییلیانو دپاره چې ژوندي پاتې کیږي، د ویاړ او عزت سبب شي. ۳ هغه خلک چې په صهیون کې پاتې شوي دي او لیکل شوي دي چې په اورشلیم کې به ژوندي واوسي، نو هغوی به سپېڅلي وګڼل شي. ۴ له دې نه مخکې به څښتن د اسراییلو د قوم په هکله قضاوت وکړي او هغه به پاک کړي او د اورشلیم ګناهونه او هغه وینه چې هلته توی شوې ده، هغه به ووینځي. ۵ بیا به څښتن د صهیون په غره باندې او په هغو ټولو خلکو باندې چې په هغه ځای کې راټولیږي، د ورځې له خوا ورېځ او د شپې له خوا به ورباندې لوګی او د اور ځلېدونکې لمبې نازلې کړي. دا به د دې جلالي ځای دپاره یو پوښ وي. ۶ د هغه جلال به په ښار باندې د جونګړې په شان سیوری جوړ کړي چې د ورځې له ګرمۍ نه او همدارنګه د توفان او باران څخه یې خوندي وساتي او د هغه څخه به د امن ځای جوړ کړي.