د اشعیا نبي کتاب

څلورم فصل

۱کله چې هغه ورځ راشي، نو اووه ښځې به د یو سړي لمن ونیسي او ورته به ووایي: «مونږ په خپله د خپلو ځانونو دپاره خوراک او کالي تیاروو، یوازې غواړو چې ته زمونږ مېړه اوسې، ترڅو له دې شرمه وژغورل شو چې مونږ واده شوې نه یو.»

اورشلیم به بیا ودان شي

۲هغه ورځ راتلونکې ده چې څښتن به د دې وطن هر بوټی او ونه لویه او ښایسته کړي او هغه حاصلات چې ځمکه یې ورکوي هغه به د هغو ټولو اسراییلیانو دپاره چې ژوندي پاتې کیږي، د ویاړ او عزت سبب شي. ۳هغه خلک چې په صهیون کې پاتې شوي دي او لیکل شوي دي چې په اورشلیم کې به ژوندي واوسي، نو هغوی به سپېڅلي وګڼل شي. ۴له دې نه مخکې به څښتن د اسراییلو د قوم په هکله قضاوت وکړي او هغه به پاک کړي او د اورشلیم ګناهونه او هغه وینه چې هلته توی شوې ده، هغه به ووینځي. ۵بیا به څښتن د صهیون په غره باندې او په هغو ټولو خلکو باندې چې په هغه ځای کې راټولیږي، د ورځې له خوا ورېځ او د شپې له خوا به ورباندې لوګی او د اور ځلېدونکې لمبې نازلې کړي. دا به د دې جلالي ځای دپاره یو پوښ وي. ۶د هغه جلال به په ښار باندې د جونګړې په شان سیوری جوړ کړي چې د ورځې له ګرمۍ نه او همدارنګه د توفان او باران څخه یې خوندي وساتي او د هغه څخه به د امن ځای جوړ کړي.