د اشعیا نبي کتاب

پنځم فصل

د انګورو د باغ سندره

۱ونیسئ غوږ کله چې دا سندره وایمه زه

ده دا سندره زما د دوست په خاطر

ده دا سندره د هغه د انګور باغ په هکله

زما د دوست ؤ د انګورو یو باغ

په حاصلخېزه غونډۍ پروت ؤ دا باغ

۲ځمکه یې وکیندله پاکه یې له تیږو کړله

په کې تاکونه د انګورو یې ډېر ښه وکرل

په هغه کې یې کړ جوړ برج د پهرو

په کې یې جوړ کړ د انګورو خم

بیا یې وکړ انتظار د انګور د پخېدلو

خو ټول انګور لا هم تروه وو

۳نو اوس زما دوست وایي: «ای د اورشلیم او یهودا اوسېدونکو، زما او زما د انګورو د باغ په منځ کې قضاوت وکړئ. ۴ایا داسې کوم کار ؤ چې ما د دې باغ دپاره نه وي کړی؟ نو بیا ولې دا تروه انګور خواږه نه شول او نه داسې ښه انګور چې ورته په تمه ومه؟ ۵زه به اوس درته ووایم چې د خپل د انګورو له باغ سره څه وکړم. زه به هغه د اغزیو کټارې چې ګردچاپېره ورڅخه تاو شوې دي، لېرې کړم، دېوالونه به یې راچپه کړم. هغه به همداسې پرېږدم چې هغه تر پښو لاندې شي. ۶هغه به پرېږدم چې هرزه بوټي په کې راشنه شي. زه به د انګورو تاکونه اصلاح نه کړم او نه به یې په ځمکه کې رمبی ووهم، هغه به پرېږدم چې له اغزیو او کرکڼو ډک شي. زه به ورېځو ته حکم وکړم چې باران ورباندې ونه وروي.»

۷د انګورو باغ دی قوم د اسراییلو د مطلق قادر څښتن

د یهودا خلک یې تاکونه د انګورو

چې څښتن ایښي وو په ډېره خوشحالۍ خپل باغ کې

څښتن لرله د انصاف تمه ترې

خو د دې په ځای هغوی قتلونه وکړل

هغه لرله د نېکۍ تمه ترې

خو د دې په ځای د عدالت دپاره

پورته شو فریاد د مظلومانو خلکو

د یهودا د خلکو بد عملونه

۸افسوس ستاسو په حال! تاسو نور کورونه او پټي اخلئ چې جایداد مو زیات شي، ترڅو چې نور څوک دلته پاتې نه شي او یوازې تاسو په دې هېواد کې واوسېږئ. ۹ما اورېدلي چې مطلق قادر څښتن وایي: «په رښتیا د دې غټو او ښکلو کورونو نه به کنډوالې جوړې شي او نور به څوک په کې نه اوسیږي. ۱۰لس جریبه ځمکه چې د انګورو تاکونه په کې ایښودل شوي وي هغه به یوازې یوه چاټۍ شراب ورکړي. لس منه تخم به یوازې یو من حاصل ورکړي.»

۱۱افسوس ستاسو په حال! تاسو سهار وختي پاڅېږئ، د شرابو په څښلو پیل کوئ او د شپې تر ناوخته نشه پراته یئ. ۱۲تاسو په محفلونو کې ربابونه، چنګونه، چمبې او شپیلۍ وهئ او شراب څښئ، خو تاسو د څښتن کارونو ته پام نه کوئ او نه پوهېږئ چې هغه څه کوي. ۱۳نو ځکه تاسو زما قوم به د ناپوهۍ په وجه پردیو هېوادونو ته د اسیرانو په توګه یووړل شئ. ستاسو عزتمن به د لوږې او عام خلک به مو له تندې مړه شي. ۱۴نو د مړو دنیا په ډېرې اشتها سره خپله خوله خلاصه نیولې ده چې د اورشلیم عزتمن، عادي، مست او شور جوړوونکي خلک ژوندي تېر کړي. ۱۵هغوی به ټول ټیټ شي او وبه شرمیږي. مغرور خلک به خوار او ذلیل شي، ۱۶خو مطلق قادر څښتن خپله لویي د قضاوت په کولو سره څرګندوي. خدای خپل سپېڅلتوب د نېکو کارونو په کولو سره ښکاره کوي. ۱۷د ښار په کنډوالو کې به وري واښه خوري او سېرلي به په کې د ځان دپاره څړځایونه پیدا کوي.

۱۸افسوس ستاسو په حال، چې د دروغو په مزو مو خپل ګناهونه تړلي دي، لکه څوک چې د غویانو د ګاډۍ په شان خپله بد عملي ځان پسې راکاږي. ۱۹تاسو وایئ: «پرېږده څښتن چې څه غواړي هغه زر تر زره وکړي، ترڅو مونږ وکولای شو هغه وګورو. پرېږده چې د اسراییلو سپېڅلی خدای خپلې نقشې عملي کړي او راځئ وګورو چې د هغه اراده څه ده.»

۲۰افسوس ستاسو په حال! تاسو بدو ته ښه او ښو ته بد، تیارې ته رڼا او رڼا ته تیاره، تریخ ته خوږ او خوږ ته تریخ وایئ.

۲۱افسوس ستاسو په حال! تاسو په خپلو سترګو ځان هوښیار ګڼئ او په خپل نظر ځان ځیرک بولئ.

۲۲افسوس ستاسو په حال! تاسو د شرابو د څښلو ماهران یئ! تاسو د شرابو په ګډولو کې تکړه یئ! ۲۳تاسو د رشوت په اخیستلو سره یو مجرم ازادوئ او نه پرېږدئ چې د یو بې ګناه کس سره انصاف وشي.

۲۴نو لکه څنګه چې په اور کې بوس او وچ واښه مړاوي کیږي او سوځیږي، نو ستاسو ریښې به ورستې، ستاسو غوټۍ به وچې شي او باد به یې لېرې یوسي. ځکه چې تاسو د مطلق قادر څښتن شریعت رد کړی او د اسراییلو د سپېڅلي خدای لارښوونو ته مو په سپکه سترګه کتلي دي. ۲۵نو ځکه څښتن په خپل قوم باندې په قهر دی او خپل لاس یې را اوچت کړی دی چې هغوی ته سزا ورکړي. غرونه به ولړزیږي او د مړو بدنونه به په کوڅو کې لکه د خزلو او چټلیو په شان پراته وي. خو بیاهم د څښتن قهر لا نه دی سوړ شوی، د هغه لاس لا تر اوسه د سزا ورکولو دپاره اوچت دی.

۲۶څښتن هغو قومونو ته چې لېرې پراته دي اشاره ورکوي او هغوی راغواړي. هغوی ته شپېلۍ وهي چې د نړۍ له بل سره راشي. ګورئ! هغوی په منډه منډه را‌ځي. ۲۷د هغوی نه هېڅوک هم نه ستړی کیږي، هېڅوک نه ښوییږي. هغوی ته هېڅکله خوب نه ورځي او نه ویده کیږي. د هغوی کمربند نه سستیږي او د هغوی د څپلیو تسمې نه شلیږي. ۲۸د هغوی غشي تېره دي او لیندې یې د ویشتلو دپاره تیارې دي. د هغوی د اسونو سومان لکه د تیږې په شان کلک دي او د هغوی د جنګي ګاډیو ارابې لکه د بوړبوړکۍ په شان تاویږي. ۲۹عسکر د ځوانو زمریانو په شان غړمبیږي، غریږي او ښکار رانیسي او داسې ځای ته یې وړي چې هېڅوک یې ترې نه شي خلاصولی. ۳۰کله چې هغه ورځ راورسیږي، هغوی به په خپل ښکار باندې وغریږي او اواز به یې لکه د بحیرې د څپو په شان وي. ګورئ! ټول هېواد به تیاره وي، خلک به په تکلیف کې وي او رڼا به د ټینګو ورېځو تر شا وي.