د اشعیا نبي کتاب

شپږم فصل

څښتن اشعیا ته د پیغمبرۍ بلنه ورکوي

۱ په کوم کال چې عزیا پاچا مړ شو، ما څښتن ولید چې هغه په ډېر لوړ تخت باندې ناست ؤ. ټول د عبادت ځای د هغه د چپنې په لمن باندې ډک شوی ؤ. ۲ د هغه دپاسه الوتونکي اسماني موجودات ولاړ وو او هر یو یې شپږ شپږ وزرونه لرل. په دوه وزرو باندې یې خپل مخونه پټ کړي وو، په دوه وزرونو یې خپل بدن پټ کړی ؤ او له دوه وزرونو څخه یې د الوتلو دپاره کار اخیست. ۳ هغوی په وار سره دا ویل او یو بل ته به یې غږ کاوه:

«سپېڅلی، سپېڅلی!

سپېڅلی دی مطلق قادر څښتن!

ډکه ده نړۍ ټوله د هغه د جلال نه»

۴ د هغوی د اوازونو د شور له لاسه د عبادت د ځای بنیاد ولړزېد او د عبادت ځای د لوګي څخه ډک شو.

۵ ما وویل: «افسوس زما په حال! زما دپاره نوره کومه هیله نشته، ځکه زما د ژبې نه چې هر ټکی راوځي هغه له ګناه نه ډک دی او زه د داسې خلکو په منځ کې اوسېږم چې د هغوی هره خبره له ګناه ډکه ده. خو ما په خپلو سترګو پاچا یعنې مطلق قادر څښتن لیدلی دی.»

۶ بیا یو اسماني موجود د قربانۍ له ځایه د پلتې پاکوونکو په وسیله یوه سره سکروټه راواخیستله او زما خواته راوالوت. ۷ هغه په سرې سکروټې زما شونډې لمس کړې او ویې ویل: «وګوره، دا سکروټه ستا په شونډو باندې لګېدلې ده او اوس ستا ګناه پاکه او جرم دې بخښل شوی دی.»

۸ بیا مې د څښتن اواز واورېد چې پوښتنه کوي: «څوک ولېږم؟ څوک دې ته تیار دی چې زمونږ پیغام خلکو ته ورسوي؟» ما ورته په ځواب کې وویل: «زه حاضر یم! ما ولېږه!»

۹ نو څښتن ماته وویل: «لاړ شه او دې خلکو ته دا پیغام ورسوه: ‹تاسو که هرڅومره واورئ، پوه به نه شئ. که هرڅومره وګورئ، لیدلی به یې نه شئ.› ۱۰ د دې خلکو زړونه سخت کړه، د هغوی غوږونه کاڼه کړه او سترګې یې ړندې کړه چې ونه وویني، غوږونه یې وانه وري او په زړونو کې پوه نه شي. که چېرې هغوی داسې وکړل، نو کېدای شي چې ماته راوګرځي او شفا ومومي.»

۱۱ ما پوښتنه وکړه: «ای څښتنه، ترڅو پورې به داسې وي؟» هغه ځواب راکړ: «تر هغې پورې چې ښارونه وران، کورونه خالي او ځمکه شاړه او ویجاړه شي. ۱۲ زه به هغه خلک لېرې ولېږم او ټول وطن به وران او ویجاړ کړم. ۱۳ حتی که په هغه وطن کې د لسو کسانو څخه یو پاتې شي، نو هغه به هم له منځه لاړ شي. هغه به د څېړۍ د ونو په شان وي چې پرې کیږي او تنه یې پاتې کیږي.»

بیا د دې تنې څخه سپېڅلی قوم راپیدا کیږي.