د اشعیا نبي کتاب

اووم فصل

د آحاز پاچا دپاره پیغام

۱ کله چې احاز د یوتام زوی او د عزیا لمسی د یهودا پاچا ؤ، د سوریې پاچا رزین او د اسراییلو پاچا د رملیا زوی فقح په اورشلیم باندې حمله وکړه، خو ویې نه شو کولای چې هغه فتح کړي.

۲ کله چې دا خبر د داود اولادې یعنې د یهودا پاچا، احاز ته ورسېده چې د سوریې لښکرې د اسراییلو سره یوځای شوې، د پاچا او د هغه د خلکو زړونه داسې رپېدل لکه ونې چې په باد کې رپیږي.

۳ څښتن اشعیا ته وویل: «د خپل زوی شاریاشوب سره لاړ شه او له آحاز پاچا سره وګوره. تاسو به هغه د پاسني ډنډ د لښتي په سر چې د کالیو وینځونکو د پټي په لاره کې پرته ده، پیدا کړئ. ۴ احاز ته ووایه چې پام وکړي، ارام اوسي او د هغو دواړو پاچاهانو یعنې د رزین او د هغه د سوریایي لښکرو او د رملیا د زوی له نقشو څخه ونه وېریږي او زړونه ونه بایلي. د هغوی قهر یوازې د هغو دوو ټوټو لرګیو د لوګي په شان دی چې د هغه څخه راپورته کیږي. ۵ سوریې د اسراییلو او د رملیا د زوی سره یوځای ستا په وړاندې دسیسه جوړه کړې ده. ۶ هغوی نیت لري چې په یهودا باندې حمله وکړي، خلک ووېروي، هغه فتح کړي او بیا د تبییل زوی په تخت باندې کښېنوي.

۷ خو زه څښتن تعالی دا وایم چې داسې به هېڅکله ونه شي. ۸ ولې؟ ځکه چې رزین پاچا کمزوری دی، دمشق چې د سوریې پایتخت دی قوي نه دی، نو ښکاره ده چې سوریه کمزورې ده. خو د اسراییل په اړه باید وویل شي چې هغه به په پنځه شپېتو کالو کې ټوټې ټوټې شي او هغه به د یو قوم په شان پاتې نه شي. ۹ همدارنګه د رملیا زوی کمزوری دی، سامره چې د اسراییلو پایتخت دی، قوي نه دی او ښکاره ده چې اسراییل کمزوری دی. که چېرې ستاسو ایمان ټینګ نه وي، نو په رښتیا به تاسو هم ټینګ پاتې نه شئ.»

د عمانوییل نښه

۱۰ څښتن احاز ته یو بل پیغام ورولېږه: ۱۱ «د خپل څښتن خدای څخه وغواړه چې یوه نښه د ثبوت په توګه درکړي. داسې شیان وغواړه چې هغه د مړو د دنیا په ژور ځای کې یا پورته په اسمان کې وي.»

۱۲ احاز په ځواب کې وویل: «زه نښې ته اړتیا نه لرم او زه نه غواړم چې څښتن وازمایم.» ۱۳ اشعیا وویل: «ای د داود د پاچا اولادې، اوس غوږ ونیسئ. ایا دا ستاسو دپاره کافي نه وه چې خلک مو بې حوصلې کړل؟ او اوس غواړئ چې زما خدای هم بې حوصلې کړئ؟ ۱۴ نو ښه ده، څښتن به خپله تاسو ته یوه نښه دروښایي او هغه دا ده: پېغله به امیدواره شي، هغه به یو زوی وزېږوي او په هغه باندې به عمانوییل نوم کېږدي، چې معنی یې ده: ‹خدای زمونږ سره مل دی.› ۱۵‏-۱۶ مخکې له دې چې هغه ماشوم ښه او بد وپېژني، هغه به مستې او شات وخوري، ځکه چې د هغو دوو پاچاهانو هېوادونه به چې تاسو ورڅخه وېرېږئ وران او ویجاړ شي.

۱۷ خو څښتن به په تا، ستا په خلکو او په ټوله شاهي کورنۍ باندې سختې ورځې راولي. له هغه وخت راهیسې چې د اسراییلو پاچاهي د یهودا څخه بېله شوې وه تر نن ورځې داسې سختې ورځې نه دي راغلې. هغه به د اشور پاچا راولي.»

۱۸ کله چې هغه ورځ راشي، نو څښتن به شپېلۍ ووهي او مصریان به د مچانو په شان د نیل د سیند د لېرې ویالو څخه راشي او اشوریان به لکه د مچیو په شان د خپل وطن څخه راشي. ۱۹ هغوی به په ژورو وادیو او د ګټانو په درزونو کې ډلې ډلې راشي او د اغزیو په بوټو او په ټولو څړځایونو کې به ځای په ځای شي.

۲۰ کله چې هغه ورځ راشي، څښتن به د فرات د سیند له بلې غاړې څخه د اشور امپراتور د نایي په توګه اجیر ونیسي او هغه به ستاسو د سرونو، ږیرو او د بدن نور ویښتان وخرایي.

۲۱ په هغه ورځ به هېڅوک د یوې ځوانې غوا او دوو مېږو یا وزو څخه زیات ونه لري. ۲۲ هغه به دومره شیدې ورکړي چې هغوی مستې وخوړلی شي. هو، یو څو کسان چې په وطن کې ژوندي پاتې دي هغوی به د خوراک دپاره مستې او شات ولري.

۲۳ کله چې هغه ورځ راشي، د انګورو ډېر ښه باغونه چې په هر یو کې به زر تاکونه وي او هر یو باغ به د یو زر سپینو زرو ټوټو بیه ولري، دا باغونه به له اغزیو او کرکڼو ډک شي. ۲۴ خلک به هلته د لیندو او غشو سره د ښکار دپاره ورځي، ځکه ټول وطن به د اغزیو او کرکڼو څخه ډک شي. ۲۵ ټولې کرنیزې غونډۍ به له اغزیو او کرکڼو څخه داسې ډکې شي چې خلک به هلته نه ځي. له هغه نه به داسې ځای جوړ شي چې غویان او پسونه به په کې څریږي.