Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د یوشع کتاب
یوویشتم فصل
د لاویانو دپاره ښارونه
۱-۲ د لاویانو د کورنیو مشران، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته چې د کنعان په شیلوه کې وو، ورغلل او هغوی ته یې وویل: «څښتن د موسی په وسیله په تاسو باندې امر کړی دی چې مونږ ته د اوسېدلو دپاره ښارونه او زمونږ د څارویو دپاره څړځایونه راکړئ.» ۳ نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ، د اسراییلو قوم لاویانو ته د خپلو سیمو څخه ځینې ښارونه او څړځایونه ورکړل.
۴ لومړنۍ پچه د قهاتیانو د طایفو په نوم ووتله. هغو لاویانو ته چې د هارون کاهن د اولادې څخه وو، هغوی ته د یهودا، شمعون او بنیامین د سیمو څخه دیارلس ښارونه ورکړل شول. ۵ د افرایم، دان او لوېدیځې منسي د سیمو څخه لس ښارونه د قهات پاتې اولادې ته ورکړل شول.
۶ د یساکار، اشیر، نفتالي او په باشان کې د ختیځې منسي د سیمو څخه د جرشون اولادې ته دیارلس ښارونه ورکړل شول.
۷ د مراري د اولادې طایفو د روبین، جاد او زبولون د سیمو څخه دولس ښارونه ترلاسه کړل.
۸ نو لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم د پچې له مخې لاویانو ته دا ښارونه د څړځایونو سره ورکړل.
۹-۱۰ دا د یهودا او شمعون د سیمو د هغو ښارونو نومونه دي چې د هارون اولادې ته ورکړل شول. د هارون هغه اولاده چې د لاویانو د قهاتیانو د طایفو څخه وه. لومړنۍ پچه د هغوی په نوم ووتله. ۱۱ هغوی ته یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې قریتاربع یعنې حبرون د شاوخوا څړځایونو سره ورکړه. اربع د عناق پلار ؤ. ۱۲ خو هغوی د ښار شاوخوا پټي او کلي پخوا د یفنه زوی کالیب ته د هغه د ملکیت په توګه ورکړي وو.
۱۳ نو هغوی د هارون کاهن اولادې ته دا لاندې ښارونه ورکړل: حبرون چې په قتل باندې تورن شوي کس دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ، لبنه، ۱۴ یتیر، اشتموع، ۱۵ حولون، دبیر، ۱۶ عین، یوطه او بیتشمس د هغو د څړځایونو سره - د یهودا او شمعون د قبیلو څخه نهه ښارونه. ۱۷ د بنیامین د سیمې څخه یې هغوی ته جبعون، جبع، ۱۸ عناتوت او علمون د هغو د څړځایونو سره ورکړل. دا څلور ښارونه وو. ۱۹ د کاهنانو یعنې د هارون د اولادې دپاره د څړځایونو سره ټول دیارلس ښارونه ورکړل شول.
۲۰ د لاویانو د قهاتیانو پاتې طایفو ته د افرایم د سیمې څخه یو څو ښارونه ورکړل شول. ۲۱ هغوی ته د افرایم په غرنۍ سیمه کې دا څلور ښارونه ورکړل شول: شکیم چې په قتل باندې تورن شوي کس دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ، جازر، ۲۲ قبصایم او بیتحورون د هغو د څړځایونو سره. ۲۳ همدارنګه هغوی د دان د سیمې څخه دا څلور ښارونه ترلاسه کړل: التقي، جبتون، ۲۴ ایالون او جترمون د هغو د څړځایونو سره. ۲۵ هغوی د لوېدیځې نیمې منسي د سیمې څخه دوه ښارونه ترلاسه کړل: تعنک او جترمون د هغو د څړځایونو سره. ۲۶ دا ټول لس ښارونه د هغو د څړځایونو سره د قهاتیانو پاتې طایفو ته ورکړل شول.
۲۷ د لاویانو د جرشونیانو طایفو ته لاندېني ښارونه ورکړل شول: د ختیځې نیمې منسي د سیمې څخه جولان چې په باشان کې ؤ چې په قتل باندې تورن شوي کس دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ او بعشتره د هغو د څړځایونو سره - دوه ښارونه. ۲۸ د یساکار د سیمې څخه قشیون، دابره، ۲۹ یرموت او عینجنیم د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارونه. ۳۰ د اشیر د سیمې څخه مشال، عبدون، ۳۱ حلقات او رحوب د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارونه. ۳۲ د نفتالي د سیمې څخه قادش په جلیل کې چې په قتل باندې تورن شوي کس دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ، حموتدور او قرتان د هغو د څړځایونو سره - درې ښارونه. ۳۳ د جرشونیانو د طایفو ټول ښارونه د هغو د څړځایونو سره دیارلسو ته رسېدل.
۳۴ د مراریانو طایفو یعنې پاتې لاویانو ته لاندېني ښارونه ورکړل شول: د زبولون د سیمې څخه یقنعام، قرته، ۳۵ دمنه او نحلال د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارونه. ۳۶ د روبین د سیمې څخه باصر، یاهص، ۳۷ قدیموت او میفعه د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارونه. ۳۸ د جاد د سیمې څخه راموت په جلعاد کې چې په قتل باندې تورن شوي کس دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ، محنایم، ۳۹ حشبون او یعزیر د هغو د څړځایونو سره - ټول څلور ښارونه. ۴۰ د ټولو ښارونو شمېر چې د مراریانو طایفو یعنې پاتې لاویانو ته ورکړل شول، دولسو ته رسېده.
۴۱-۴۲ د هغې ځمکې څخه چې د اسراییلو خلکو ترلاسه کړې وه، ټول اته څلوېښت ښارونه د هغو د شاوخوا څړځایونو سره لاویانو ته ورکړل شول.
په وعده شوې ځمکه کې د اسراییلو ځای په ځای کېدل
۴۳ نو څښتن اسراییلو ته هغه ټوله ځمکه ورکړه چې د هغوی د نیکونو سره یې قسم خوړلی ؤ. هغوی د دې ځمکې ملکیت ترلاسه کړ او هلته ځای په ځای شول. ۴۴ لکه څنګه چې څښتن د هغوی د نیکونو سره وعده کړې وه، هغه د هغوی په ټوله خاوره کې ارامي راوستله. د هغوی یو دښمن هم نه شو کولای چې د هغوی په وړاندې ودریږي، ځکه چې څښتن اسراییلیانو ته په خپلو ټولو دښمنانو باندې بری ورکړی ؤ. ۴۵ څښتن چې کومې وعدې د اسراییلو د قوم سره کړې وې، هغه ټولې یې سرته ورسولې.