Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ بیا یوشع د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلک راوغوښتل. ۲ یوشع هغوی ته وویل: «تاسو هغه ټول کارونه کړي دي چې د څښتن خدمتګار موسی درته امر کړی ؤ او زما ټولو حکمونو ته مو غاړه ایښې ده. ۳ که څه هم جنګ زیات اوږد شو، خو تاسو په دې موده کې خپل اسراییلي ورونه پریښي نه دي او کومه وظیفه چې ستاسو څښتن خدای تاسو ته سپارلې وه هغه مو سرته رسولې ده. ۴ اوس ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو ورونو ته ارامي ورکړې ده. نو بېرته خپلو کورونو یعنې هغې ځمکې ته لاړ شئ چې د اردن د سیند په ختیځ کې ده او د څښتن خدمتګار موسی تاسو ته درکړې ده. ۵ تاسو په غور سره د هغو ټولو شیانو څخه اطاعت کوئ چې موسی تاسو ته امر کړی دی چې د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د هغه رضا پوره کوئ. د هغه حکمونو ته غاړه ږدئ، هغه ته وفادار اوسئ او د زړه له کومي او په خپل ټول توان سره د هغه خدمت کوئ.» ۶-۸ یوشع هغوی ته برکت ورکړ او په دې خبرو سره یې خپلو کورونو ته ولېږل: «تاسو د ډېرې شتمنۍ، زیاتو څارویو، سپینو زرو، سرو زرو، برنجو، اوسپنو او ډېرو کالیو سره بېرته خپلو کورونو ته ځئ. تاسو چې کوم شیان د خپلو دښمنانو څخه نیولي دي، هغه د خپلو قبیلو د خلکو سره ووېشئ.» بیا هغوی خپلو کورونو ته روان شول.
موسی د منسي نیمې قبیلې ته د اردن د سیند ختیځې خواته په باشان کې ځمکه ورکړه، خو بلې نیمایي ته یوشع د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نورو قبیلو په څنګ کې ځمکه ورکړه. ۹ نو د روبین او جاد د قبیلو او د ختیځې منسي د قبیلې خلک بېرته خپلو کورونو ته لاړل. هغوی د اسراییلو پاتې خلک په شیلوه کې چې په کنعان کې وه، پرېښودل او خپلې خاورې ته چې د جلعاد خاوره وه، لاړل. دا خاوره هغوی د څښتن د حکم سره سم چې د موسی په وسیله یې کړی ؤ، نیولې وه.
۱۰-۱۱ کله چې د روبین، جاد او ختیځې منسي قبیلې د اردن د درې لوېدیځې غاړې ته ورسېدلې، نو د سیند په غاړه یې د قربانۍ یو ډېر لوی ځای جوړ کړ. کله چې نورو اسراییلیانو واورېدل چې دې قبیلو څه کړي دي، ۱۲ نو د لوېدیځو قبیلو ټول خلک په شیلوه کې سره راټول شول چې لاړ شي او د ختیځو قبیلو سره وجنګیږي.
۱۳ نو د اسراییلو خلکو د العازار کاهن زوی فینحاس د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو ته ولېږه. ۱۴ نو د فینحاس سره لس مشران لاړل، د هرې لوېدیځې قبیلې څخه یو یو کس یعنې د هغوی د کورنیو د مشرانو څخه یو یو کس . ۱۵ کله چې هغوی د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او ختیځې منسي خلکو ته ورغلل، ۱۶ هغوی وویل: «مونږ د څښتن د ټول قوم له خوا خبرې کوو: ‹تاسو ولې د اسراییلو د څښتن خدای په وړاندې داسې بد کار کړی دی؟ تاسو د خپلو ځانونو دپاره د دې قربانۍ د ځای په جوړولو سره د هغه په وړاندې سرکښي کړې ده! تاسو نور د هغه پیروان نه یئ. ۱۷ په فغور کې زمونږ ګناه در په یاده کړئ. ایا زمونږ دپاره هغه بس نه وه؟ سره له دې چې د څښتن په قوم باندې وبا نازله شوه، خو تر نن ورځې پورې مونږ د هغې ګناه څخه خپل ځانونه پاک کړي نه دي. ۱۸ ایا تاسو اوس غواړئ چې د څښتن د پیروۍ څخه انکار وکړئ؟ که چېرې تاسو نن د څښتن په وړاندې سرکښي وکړئ، سبا به هغه د اسراییلو په ټول قوم باندې په قهر شي. ۱۹ خو که چېرې ستاسو خاوره د عبادت دپاره مناسبه نه وي، نو د څښتن ځمکې ته راشئ چې د هغه سپېڅلې خېمه په کې ولاړه ده او زمونږ په منځ کې ځمکه واخلئ. خو د څښتن په وړاندې سرکښي مه کوئ او پرته زمونږ د څښتن خدای د قربانۍ د ځای څخه د بلې قربانۍ د ځای په جوړولو سره مونږ مه ګناهکاروئ. ۲۰ ایا هغه څه چې د عخان سره وشول هغه مو په یاد دي؟ څښتن مونږ ته ویلي وو چې د اریحا د ښار ټول شیان له منځه یوسئ، خو عخان د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه او څښتن مونږ ټولو ته سزا راکړه. عخان د خپلو کړو له امله مړ شو او نور ډېر اسراییلیان هم د عخان د ګناه له امله مړه شول.›»
۲۱ د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلکو د لوېدیځو قبیلو استازو ته په ځواب کې وویل: ۲۲ «څښتن یوازېنی قوي خدای دی! مونږ د هغه څخه غوښتنه کوو چې زمونږ شاهد اوسي! هغه پوهیږي چې مونږ ولې داسې کار کړی دی او مونږ غواړو چې تاسو هم ورباندې پوه شئ! که چېرې مونږ د څښتن په وړاندې سرکښي کړې وي او د هغه سره مو خپل لوظ مات کړی وي، نو څښتن دې نور مونږ ژوندي نه پرېږدي. ۲۳ که چېرې مونږ د څښتن څخه پیروي کول پرې ایښي وي او خپل د قربانۍ ځای مو جوړ کړی وي چې په هغې باندې سوځېدونکې نذرانې یا د غلو دانو یا د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړو، نو پرېږدئ چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي. ۲۴ نه! مونږ د دې وېرې له امله دا کار وکړ چې کېدای شي یوه ورځ ستاسو اولاده زمونږ اولادې ته ووایي چې تاسو څه حق لرئ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت کوئ؟ ۲۵ څښتن د اردن د سیند څخه زمونږ او ستاسو یعنې د روبین او جاد د خلکو ترمنځ یو سرحد جوړ کړ. تاسو د څښتن سره هېڅ کار نه لرئ. بیا کېدای شي چې ستاسو اولاده زمونږ اولاده د څښتن د عبادت څخه منع کړي. ۲۶ نو مونږ د قربانۍ د ځای د جوړولو پرېکړه وکړه، نه د سوځېدونکو نذرانو دپاره او نه د قربانیو دپاره، ۲۷ بلکې دا به زمونږ او ستاسو د خلکو دپاره او زمونږ څخه وروسته نسلونو دپاره یوه نښه وي چې مونږ به د څښتن د سپېڅلې خېمې په مخکې د سوځېدونکو نذرانو، قربانیو او سلامتۍ د نذرانو په وړاندې کولو سره د هغه عبادت کوو. بیا به په راتلونکې کې ستاسو اولاده نه شي کولای چې زمونږ اولادې ته داسې ووایي چې تاسو د څښتن عبادت نه شئ کولای. ۲۸ مونږ فکر کاوه چې که چېرې داسې وشي، امکان لري چې زمونږ اولاده ووایي چې ګورئ، زمونږ نیکونو د څښتن د قربانۍ د ځای په شان یوه نمونه جوړه کړه. دا د سوځېدونکو نذرانو یا د قربانیو دپاره نه، بلکې هغه یې د دې دپاره جوړه کړې ده چې دا وښایي چې مونږ هم ستاسو په شان د څښتن خلک یو. ۲۹ مونږ به په یقین سره د څښتن په وړاندې سرکښي ونه کړو او نه به د قربانۍ د ځای په جوړولو سره چې په هغه باندې سوځېدونکې نذرانې یا د غلو دانو نذرانې یا قربانۍ وړاندې کړو، د هغه پیروي کول پرېږدو. مونږ به بل داسې د قربانۍ ځای جوړ نه کړو چې زمونږ د څښتن خدای د قربانګاه ځای ونیسي چې د هغه د سپېڅلې خېمې په مخکې ده.»
۳۰ فینحاس کاهن او د لوېدیځو قبیلو لسو مشرانو چې د هغه سره وو د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو د خلکو خبرې واورېدلې او هغوی قانع شول. ۳۱ فینحاس هغوی ته وویل: «اوس مونږ په دې پوه شو چې څښتن زمونږ سره مل دی. تاسو د هغه په وړاندې سرکښي نه ده کړې بلکې د اسراییلو قوم مو د څښتن د سزا څخه ژغورلی دی.»
۳۲ بیا فینحاس او د لوېدیځو قبیلو مشران بېرته د کنعان خاورې ته راستانه شول او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د اسراییلو خلکو ته بیان کړل. ۳۳ اسراییلیان قانع شول او د خدای ستاینه یې وکړه. هغوی نور داسې خبرې نه کولې چې د روبین او جاد د خلکو سره جنګ وکړي او د هغوی خاوره له منځه یوسي. ۳۴ د روبین او جاد خلکو وویل: «دا د قربانۍ ځای زمونږ د ټولو ترمنځ شاهد دی چې څښتن زمونږ خدای دی.» نو هغه د قربانۍ ځای یې د شاهد په نوم یاد کړ.