0:00 / 0:00

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

اتلسم باب

ناروا جنسى تعلقات

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲ ”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳ تاسو هغه شان کارونه مۀ کوئ څنګه چې د مِصر د مُلک خلقو کول، چرته چې تاسو اوسېدلئ او تاسو هغه شان کار هم مۀ کوئ څنګه چې د کنعان خلق يې کوى، چرته چې زۀ تاسو بوځم. ۴ تاسو به زما حُکمونه منئ او زما په قانون به عمل کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۵ تاسو زما په شريعت او حُکمونو عمل کوئ، هر څوک چې پرې عمل کوى نو هغوئ به د دې په سبب پائى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۶ هيڅ څوک دې د خپلوانو سره زنا نۀ کوى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۷ د خپلې مور سره زنا کولو په وجه د خپل پلار سپکاوے مۀ کوئ، هغه ستاسو مور ده. د خپلې مور سره به هيڅکله داسې غلط کار نۀ کوئ. ۸ د خپل پلار د نورو ښځو سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د پلار سپکاوے دے. ۹ د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې. ۱۰ د خپلې نمسۍ سره زنا مۀ کوئ، د هغې سپکاوے ستاسو خپل سپکاوے دے. ۱۱ د خپلې ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو خور ده. ۱۲‏-۱۳ د خپلې ترور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د پلار يا د مور وينه ده. ۱۴ د خپل ترۀ د ښځې سره د زنا کولو په وجه د هغۀ سپکاوے مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو د ترۀ ښځه ده. ۱۵ د خپلې اِنږور سره زنا مۀ کوئ، هغه ستاسو د زوئ ښځه ده. ۱۶ د خپلې ورندارې سره زنا مۀ کوئ، دا ستاسو د خپل ورور سپکاوے دے. ۱۷ چې تاسو د يوې ښځې سره څملئ نو د هغې د لور يا د هغې د نمسۍ سره هم زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ ستاسو خپلوانې دى، دا به يو بد عمل وى. ۱۸ د خپلې ښينې سره وادۀ مۀ کوئ چې کله د هغې خور يعنې ستاسو ښځه ژوندۍ وى. ۱۹ چې کله د يوې ښځې مياشتنۍ بيمارى وى نو د هغې سره مۀ څملئ ځکه چې هغه ناپاکه وى. ۲۰ د بل سړى د ښځې سره مۀ څملئ، د هغې په وجه به تاسو ناپاک شئ. ۲۱ د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۲ يو نر دې هم د بل نر کس سره جنسى تعلقات نۀ ساتى، دا يو بد عمل دے. ۲۳ يو نر دې د يو ځناور سره زنا کولو په وجه خپل ځان نۀ ناپاک کوى، يا يوه ښځه دې د يو ځناور سره د زنا کولو کوشش نۀ کوى، دا يو ګنده عمل دے. ۲۴ د دې عملونو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ، ځکه چې غېرو قومونو داسې خپل ځانونه ناپاک کړل، هغه غېرقومونه چې مالِک خُدائ به يې ستاسو نه مخکښې وشړى. ۲۵ د هغوئ عملونو هغه مُلک ناپاک کړو او مالِک خُدائ هغه مُلک له سزا ورکړه چې خپل اوسېدونکى وشړى. ۲۶‏-۲۷ هغوئ دا ټول حرام کارونه وکړل او هغه مُلک يې ناپاک کړو، خو چې تاسو داسې ونۀ کړئ. کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس چې ستاسو سره اوسيږى، نو تاسو ټول به د مالِک خُدائ په قانون او حُکمونو عمل کوئ، ۲۸ نو هغه مُلک به تاسو نۀ شړى، لکه چې څنګه يې غېرقومونه وشړل کوم چې ستاسو نه مخکښې هلته اوسېدل. ۲۹ تاسو ته پته ده چې هر څوک دا حرام کارونه وکړى نو هغه به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“ ۳۰ او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“