0:00 / 0:00

د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

نولسم باب

اخلاقى او مذهبى قانون

۱ بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”د اِسرائيلو قوم ته ووايه، مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک مقدس يم. ۳ ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۴ زما نه مۀ اوړئ او د بُتانو عبادت مۀ کوئ، مجسمې مۀ جوړَوئ او مۀ يې عبادت کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۵ کله چې تاسو د سلامتۍ نذرانې دپاره يو ځناور حلالوئ، ما چې کوم اصُول درته ښودلى دى د هغې خيال ساتئ او زۀ به هغه نذرانه قبلوم. ۶ چې په کومه ورځ ځناور حلال شى غوښه به يې هم په هغه ورځ يا ورپسې ورځ باندې خوړلے شى. څۀ غوښه چې د درېمې ورځې پورې پاتې وى نو هغه به خامخا سوزولے شى، ۷ ځکه چې دا ناپاکه ده او کۀ څوک دا وخورى، نو زۀ به هغه نذرانه قبوله نۀ کړم. ۸ هر څوک چې دا وخورى نو ګناه به د هغۀ په غاړه وى ځکه چې د هغه څۀ سپکاوے يې کړے دے چې مالِک خُدائ، ته وقف وُو، نو هغه به نور زما د خلقو نۀ شى ګڼلے. ۹ کله چې تاسو د خپلو پټو فصل رېبئ، نو فصل د پټو تر غاړو پورې مۀ رېبئ او چې کوم وَږى د لَو نه پاتې وى نو د هغې رېبلو له واپس مۀ ورځئ. ۱۰ خپلو د انګورو باغونو ته واپس مۀ ورځئ چې هغه انګور راټول کړئ کوم چې پاتې شوى وى يا غورزېدلى وى، دا غريبانانو او مسافرو ته پرېږدئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۱ غلا مۀ کوئ، دروغ مۀ وايئ او يو بل مۀ دوکه کوئ. ۱۲ زما په نوم د دروغو قسم مۀ خورئ چې ستاسو د دې د پوره کولو اراده نۀ وى، دا به زما د نوم سپکاوے وى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۳ خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ. ۱۴ يو کُوڼ کس ته ښېرې مۀ کوئ او د يو ړوند په مخکښې داسې څۀ څيز مۀ ږدئ چې په هغې باندې تيندک وخورى. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۱۵ د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ. ۱۶ د هيچا په حقله دروغ مۀ خوروئ او کله چې د چا د ژوند مقدمه وى، کۀ هغه ستاسو د ګواهۍ په وجه بچ کېدے شى نو ګواهى ورکړئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۷ د نورو خِلاف په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د هغوئ سره خپل اختلافات ختم کړئ، نو چې د هغوئ په وجه ګناهګار نۀ شئ. ۱۸ د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۱۹ زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ. ۲۰ کۀ يوه وينځه د يو سړى منلے شوى دوېمه ښځه وى خو چې لا اخستے شوې نۀ وى چې آزاده شى، نو کۀ يو بل سړے د هغې سره څملى، هغوئ له به سزا ورکولے شى خو وژلے به نۀ شى، ځکه چې هغه يوه وينځه وى. ۲۱ هغه سړے به د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ راولى، ۲۲ او اِمام به د دې سره د پاکوالى کفاره ادا کړى چې د هغه سړى ګناه لرې شى او خُدائ پاک به هغه معاف کړى. ۲۳ کله چې تاسو د کنعان مُلک ته ورننوځئ او د مېوې هر قِسم ونه هم وکَرئ، نو داسې وګڼئ چې هغه مېوه د درېو کالو پورې ناپاکه ده. په دې دوران کښې به تاسو هغه نۀ خورئ. ۲۴ په څلورم کال به ټولې مېوې ما يعنې مالِک خُدائ ته په شکرانه کښې وقف کړئ. ۲۵ خو په پينځم کال هغه مېوې خوړے شئ. کۀ تاسو دا هر څۀ وکړل، نو ستاسو ونې به زياتې مېوې ونيسى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۲۶ داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ. ۲۷ د خپل سر ګېرچاپېره لاندې وېښتۀ مۀ کلوئ او ږيره مۀ لنډوئ. ۲۸ د مړى په غم کښې خپل بدن مۀ غوڅوئ او مۀ په کښې داغونه جوړَوئ. زۀ مالِک خُدائ يم. ۲۹ د خپلو لوڼو نه کنجرې مۀ جوړوى او په دې کار کولو سره د د هغوئ بې‌عزتى مۀ کوئ، ګنې نورو معبودانو ته به ور واوړى او هغه مُلک به د بدعملۍ نه ډک شى. ۳۰ د سبت ورځ مانځئ او د هغه ځائ عزت کوئ چې چرته زما عبادت کيږى. زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۱ د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۲ د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم. ۳۳ د هغه مسافرو سره بد سلوک مۀ کوئ کوم چې ستاسو په مُلک کښې اوسيږى. ۳۴ د هغوئ سره د يو اِسرائيلى په شان سلوک کوئ او د هغوئ سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. ياد ساتئ، تاسو هم په يو وخت کښې د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم. ۳۵ د ناپ، تول، يا د مِقدار د غلطو حسابونو لګولو په وجه هيڅ څوک مۀ غولوئ. ۳۶ صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ. ۳۷ زما ټول قانون او حُکمونه منئ. زۀ مالِک خُدائ يم.“