Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د لاويانو کتاب

دوهم فصل

د غلې دانې نذرانه

۱کله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زيتونو تېل توی کړي، خوشبويي دې ورباندې واچوي ۲او د هارون زامنو يعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن به د ټولې خوشبويۍ سره د ښو اوړو څخه چې تېل ورسره ګډ دي يو موټی راواخلي او هغه به د يوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کيږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا يوه داسې نذرانه ده چې بوی يې په څښتن باندې ښه لګيږي. ۳د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده، دا د هغو نذرانو يوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تياريږي.

۴که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تنور کې پخه شوې وي، بايد فطيره وي. هغه بايد د داسې ښو اوړو څخه جوړه شوې وي چې د زيتونو تېل ورسره ګډ وي يا نرۍ ډوډۍ چې د زيتونو تېل ورباندې سولول شوي وي. ۵که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تبۍ باندې پخه شوې وي، هغه دې له داسې ښو اوړو څخه جوړه شي چې د زيتونو تېل ورسره ګډ وي، مګر فطيره دې وي. ۶هغه ټوټې ټوټې کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ، دا د غلې دانې يوه نذرانه ده. ۷که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په ارکاره باندې پخه شوې وي، هغه دې د ښو اوړو او د زيتونو د تېلو څخه جوړه شي. ۸له دې شيانو څخه چې کومه د غلې دانې نذرانه جوړه شوې وي، هغه څښتن ته راوړئ او کاهن ته يې وړاندې کړئ، هغه به يې د قربانۍ ځای ته يوسي. ۹کاهن به له هغې څخه يوه برخه واخلي او هغه به د يوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کيږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا يوه داسې نذرانه ده چې بوی يې په څښتن باندې ښه لګيږي. ۱۰د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده. دا ډېره مقدسه ده. دا د هغو نذرانو يوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تياريږي.

۱۱هغه د غلې دانې نذرانې چې څښتن ته يې وړاندې کوئ، په هيڅ يوه کې دې خميره نه وي. تاسو بايد په هغو نذرانو کې چې څښتن ته په اور باندې تياريږي هيڅ خميره يا شات استعمال نه کړئ. ۱۲بايد د اولينو غلو دانو څخه چې هر کال يې رېبئ څښتن ته يوه نذرانه راوړئ، خو هغه بايد په قربانګاه باندې ونه سوزول شي. ۱۳د غلې دانې په هرې نذرانې باندې مالګه واچوئ، ځکه چې مالګه د خدای او ستاسو په منځ کې د لوظ استازيتوب کوي. (تاسو بايد په خپلو ټولو نذرانو باندې مالګه واچوئ.)

۱۴کله چې تاسو څښتن ته د اولنيو رېبل شويو غلو دانو نذرانه راوړئ، نو نينې شوې دانې يا ميده اوړه ورته وړاندې کړئ. ۱۵په هغې باندې د زيتونو تېل ورزيات کړئ او خوشبويي ورباندې واچوئ. دا د غلې دانې يوه نذرانه ده. ۱۶کاهن به د ميده اوړو او تېلو يوه برخه د نمونې په توګه د ټولې خوشبويۍ سره يوځای د يوې نذرانې په توګه وسوزوي.