چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ کله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زیتونو تېل توی کړي، قیمتي خوشبویي دې ورباندې واچوي ۲ او د هارون زامنو یعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن دې د ټولې قیمتي خوشبویۍ سره د ښو اوړو څخه چې تېل ورسره ګډ دي، یو موټی راواخلي او هغه دې د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۳ د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده، دا د هغو نذرانو یوه ډېره سپېڅلې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
۴ که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تنور کې پخه شوې وي، باید فطیره وي. هغه باید د داسې ښو اوړو څخه تیاره شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یا نرۍ ډوډۍ چې د زیتونو په تېلو باندې غوړه شوي وي. ۵ که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تبۍ باندې پخه شوې وي، هغه دې د داسې ښو اوړو څخه تیاره شي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، خو فطیره دې وي. ۶ هغه ټوټې ټوټې کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ، دا د غلې دانې یوه نذرانه ده. ۷ که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په ارکاره باندې پخه شوې وي، هغه دې د ښو اوړو او د زیتونو د تېلو څخه جوړه شي. ۸ د دې شیانو څخه چې کومه د غلې دانې نذرانه جوړه شوې وي، هغه څښتن ته راوړئ او کاهن ته یې وړاندې کړئ، هغه به یې د قربانۍ ځای ته یوسي. ۹ کاهن به د هغې څخه یوه برخه واخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۰ د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده. دا ډېره سپېڅلې ده. دا د هغو نذرانو یوه ډېره سپېڅلې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
۱۱ د غلې دانې هغه نذرانې چې څښتن ته یې وړاندې کوئ، په هېڅ یوه کې دې خمیره نه وي. تاسو باید په هغو نذرانو کې چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي، هېڅ خمیره یا شات ونه کاروئ. ۱۲ باید د لومړنیو غلو دانو څخه چې هر کال یې رېبئ څښتن ته یوه نذرانه راوړئ، خو هغه باید د قربانۍ په ځای باندې ونه سوځول شي. ۱۳ د غلې دانې په هرې نذرانې باندې مالګه واچوئ، ځکه چې مالګه د خدای او ستاسو په منځ کې د لوظ یوه نښه ده. تاسو باید په خپلو ټولو نذرانو باندې مالګه واچوئ.
۱۴ کله چې تاسو څښتن ته د لومړنیو رېبل شویو غلو دانو نذرانه راوړئ، نو نینې شوې دانې یا میده اوړه ورته وړاندې کړئ. ۱۵ په هغې باندې د زیتونو تېل ورزیات کړئ او قیمتي خوشبویي ورباندې واچوئ. دا د غلې دانې یوه نذرانه ده. ۱۶ کاهن به د میده اوړو او تېلو یوه برخه د نمونې په توګه د ټولې قیمتي خوشبویۍ سره یوځای د یوې نذرانې په توګه وسوځوي.