۰:۰۰ / ۰:۰۰

د لاویانو کتاب

دوهم فصل

د غلې دانې نذرانه

۱کله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زیتونو تېل توی کړي، خوشبویي دې ورباندې واچوي ۲او د هارون زامنو یعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن به د ټولې خوشبویۍ سره د ښو اوړو څخه چې تېل ورسره ګډ دي یو موټی راواخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۳د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده، دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.

۴که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تنور کې پخه شوې وي، باید فطیره وي. هغه باید د داسې ښو اوړو څخه جوړه شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یا نرۍ ډوډۍ چې د زیتونو تېل ورباندې سولول شوي وي. ۵که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تبۍ باندې پخه شوې وي، هغه دې له داسې ښو اوړو څخه جوړه شي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، مګر فطیره دې وي. ۶هغه ټوټې ټوټې کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ، دا د غلې دانې یوه نذرانه ده. ۷که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په ارکاره باندې پخه شوې وي، هغه دې د ښو اوړو او د زیتونو د تېلو څخه جوړه شي. ۸له دې شیانو څخه چې کومه د غلې دانې نذرانه جوړه شوې وي، هغه څښتن ته راوړئ او کاهن ته یې وړاندې کړئ، هغه به یې د قربانۍ ځای ته یوسي. ۹کاهن به له هغې څخه یوه برخه واخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۰د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده. دا ډېره مقدسه ده. دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.

۱۱هغه د غلې دانې نذرانې چې څښتن ته یې وړاندې کوئ، په هیڅ یوه کې دې خمیره نه وي. تاسو باید په هغو نذرانو کې چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي هیڅ خمیره یا شات استعمال نه کړئ. ۱۲باید د اولینو غلو دانو څخه چې هر کال یې رېبئ څښتن ته یوه نذرانه راوړئ، خو هغه باید په قربانګاه باندې ونه سوزول شي. ۱۳د غلې دانې په هرې نذرانې باندې مالګه واچوئ، ځکه چې مالګه د خدای او ستاسو په منځ کې د لوظ استازیتوب کوي. (تاسو باید په خپلو ټولو نذرانو باندې مالګه واچوئ.)

۱۴کله چې تاسو څښتن ته د اولنیو رېبل شویو غلو دانو نذرانه راوړئ، نو نینې شوې دانې یا میده اوړه ورته وړاندې کړئ. ۱۵په هغې باندې د زیتونو تېل ورزیات کړئ او خوشبویي ورباندې واچوئ. دا د غلې دانې یوه نذرانه ده. ۱۶کاهن به د میده اوړو او تېلو یوه برخه د نمونې په توګه د ټولې خوشبویۍ سره یوځای د یوې نذرانې په توګه وسوزوي.