کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن موسی د سپېڅلې خېمې څخه راوغوښت او ورته ویې ویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه: کله چې ستاسو څخه یو څوک څښتن ته یوه نذرانه راوړي، نو هغه دې د خپلې پادې یا رمې څخه یو حیوان د خپلې نذرانې په توګه راوړي. ۳ که چېرې هغه د خپلې پادې څخه یو حیوان د سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یو داسې خوسی راولي چې څه عیب په کې نه وي. هغه باید د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې وړاندې کړي، ترڅو څښتن هغه قبول کړي. ۴ هغه به د حیوان په سر باندې خپل لاس کېږدي او دا به د هغه د ګناهونو د لېرې کولو دپاره د کفارې په توګه قبول شي. ۵ هغه باید د څښتن په حضور کې خوسی حلال کړي او د هارون زامن به چې د کاهنانو په توګه خدمت کوي، د هغه وینه راوړي او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې چې د سپېڅلې خېمې د دروازې په مخکې ده، وشیندي. ۶ بیا دې د هغه حیوان پوستکی وباسي او ټوټې ټوټې به یې کړي، ۷ او کاهنان دې د قربانۍ په ځای باندې لرګي په ترتیب سره کېږدي او اور دې بل کړي. ۸ هغوی دې د حیوان ټوټې شوې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۹ بیا دې هغه کس کولمې او پښې ووینځي او کاهن دې هغه ټول د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. دا سوځېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
۱۰ که چېرې هغه کس د خپلې رمې څخه یو حیوان وړاندې کوي، هغه باید نر وي او څه عیب په کې نه وي. ۱۱ هغه باید د څښتن په حضور کې د قربانۍ د ځای شمال خواته حلال کړي او کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۱۲ وروسته له دې چې حیوان ټوټې ټوټې شي، کاهن به دا ټولې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۱۳ هغه باید کولمې او پښې ووینځي او کاهن دې دا قرباني وړاندې کړي او هغه ټول دې د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. دا سوځېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
۱۴ که چېرې څوک یوه مرغۍ د سوځېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یوه کوتره یا قمري وي. ۱۵ کاهن دې هغه د قربانۍ په ځای باندې وړاندې کړي، د هغې ورمېږ دې تاو کړي او سر یې د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. د هغې وینه دې د قربانۍ د ځای په اړخ کې وڅڅیږي. ۱۶ د هغې ججوره دې د هرڅه سره لېرې کړي او د قربانۍ د ځای لمرخاته خواته دې چې ایرې اچول کیږي، وغورځوي. ۱۷ د هغې وزرونه دې ونیسي او د هغې بدن دې په منځ کې داسې څیرې کړي چې وزرونه یې ورڅخه بېل نه شي او بیا دې هغه ټول د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. دا سوځېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.