Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول. ۲ دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده. ۳ ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي.
۴ اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو. ۵ خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:
۶ ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۷ دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.
۸-۲۵ دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
۲۶-۳۸ هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول:
۳۹-۴۲ دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۴۳-۴۵ د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۴۶-۵۶ د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۵۷-۵۹ د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
۶۰ د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
۶۱-۶۲ شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
۶۳-۶۴ د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۵ د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
۶۶-۶۹ د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:
۷۰-۷۲ د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلوګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلوګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلوګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.
۷۳ نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.