د نحمیا کتاب

اووم فصل

۱ نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول. ۲ دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده. ۳ ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي.

د راستانه شوو جلاوطنو لست

(عزرا ۲: ۱ - ۷۰)

۴ اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو. ۵ خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:

۶ ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بیولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۷ دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.

۸‏-۲۵ دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:

  • د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه
  • د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه
  • د آرح له طایفې څخه - ۶۵۲ تنه
  • د فحت موآب له طایفې څخه چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو - ۲۸۱۸ تنه
  • د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه
  • د زتو له طایفې څخه - ۸۴۵ تنه
  • د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه
  • د بنوي له طایفې څخه - ۶۴۸ تنه
  • د ببای له طایفې څخه - ۶۲۸ تنه
  • د عزجد له طایفې څخه - ۲۳۲۲ تنه
  • د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۷ تنه
  • د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۶۷ تنه
  • د عادین له طایفې څخه - ۶۵۵ تنه
  • د آطیر له طایفې څخه چې د حزقیا په نوم هم یادېده - ۹۸ تنه
  • د حاشوم له طایفې څخه - ۳۲۸ تنه
  • د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۴ تنه
  • د حاریف له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه
  • د جبعون له طایفې څخه - ۹۵ تنه

۲۶‏-۳۸ هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول:

  • د بیت لحم او نطوفه څخه - ۱۸۸ تنه
  • د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه
  • د بیت عزموت څخه - ۴۲ تنه
  • د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه
  • د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه
  • د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه
  • د بیت ییل او عای څخه - ۱۲۳ تنه
  • د بل نبو څخه - ۵۲ تنه
  • د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه
  • د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه
  • د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه
  • د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۱ تنه
  • د سناعه څخه - ۳۹۳۰ تنه

۳۹‏-۴۲ دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یدعیا د طایفې څخه چې د یشوع د اولادې څخه وو - ۹۷۳ تنه
  • د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه
  • د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه
  • د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه

۴۳‏-۴۵ د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه چې د هودویا اولاده وه - ۷۴ تنه
  • د خدای د کور د سندرغاړو څخه چې د اساف اولاده وه - ۱۴۸ تنه
  • د خدای د کور د ساتونکو څخه چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه- ۱۳۸ تنه

۴۶‏-۵۶ د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس،
  • سیعا، فادون، لبانه، حجابه، شلمای،
  • حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین،
  • نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای،
  • معونیم، نفوشسیم، بقبوق، حقوفا،
  • حرحور، بزلیت، محیدا، حرشا،
  • برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.

۵۷‏-۵۹ د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:

  • سوطای، صوفرت، فریدا،
  • یعله، درقون، جدیل، شفطیا،
  • حطیل، فوخرت حظبایم او آمون.

۶۰ د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.

۶۱‏-۶۲ شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.

۶۳‏-۶۴ د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۵ د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»

۶۶‏-۶۹ د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پر دې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندیني څاروي هم ورسره وو:

  • اسونه - ۷۳۶
  • قچرې - ۲۴۵
  • اوښان - ۴۳۵
  • خره - ۶۷۲۰

۷۰‏-۷۲ د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلوګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلوګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلوګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلوګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلوګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.

۷۳ نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.