Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل. ۲ دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. د اسراییلو خلکو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ. ۳ څښتن په اسراییلیانو باندې په قهر شو، ځکه چې هغوی د بعل فغور د بت عبادت کړی ؤ. ۴ نو هغه موسی ته وویل: «د اسراییلو ټول مشران بوځه او په رڼا ورځ یې زما په حضور کې اعدام کړه، بیا به زما سخت قهر په اسراییلیانو باندې سوړ شي.» ۵ موسی هغو اسراییلیانو ته چې د قاضیانو په توګه یې کار کاوه وویل: «تاسو هر یو باید د خپلې قبیلې هغه کس ووژنئ چې د بعل فغور عبادت یې کړی دی.»
۶ یو اسراییلي سړي د موسی او ټول قوم په مخکې چې هغوی د سپېڅلې خېمې په دروازه کې ژړل، یوه مدیانۍ ښځه خپلې خېمې ته راوستله. ۷ د العازار زوی او د هارون کاهن لمسي فینحاس هغه ولیدل او د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه لاړ. هغه یوه نېزه راواخیستله ۸ او د هغه سړي پسې خېمې ته ورننوت او د هغه په بدن او د ښځې په ګېډه کې یې ومنډله. په دې ډول څښتن هغه وبا بنده کړه چې اسراییلیان یې له منځه وړل، ۹ خو وبا لا له مخکې څخه ۲۴۰۰۰ کسان وژلي وو.
۱۰ څښتن موسی ته وویل: ۱۱ «فینحاس د العازار زوی او د هارون کاهن لمسي زما قهر چې په اسراییلو باندې راغلی ؤ، سوړ کړ. هغه په ما باندې غیرت وکړ، نو په دې خاطر مې هغوی تباه نه کړل. ۱۲ نو ورته ووایه چې زه د هغه سره د سولې داسې لوظ کوم چې د تل دپاره به اعتبار ولري. ۱۳ هغه او د هغه اولاده به د تل دپاره زما کاهنان وي، ځکه چې هغه د خپل خدای د عزت دپاره غیرت وکړ او د اسراییلیانو دپاره یې کفاره ادا کړه.»
۱۴ د هغه اسراییلي نوم چې د مدیانۍ ښځې سره ووژل شو، د سالو زوی زیمري ؤ او هغه د شمعون د قبیلې یو مشر ؤ. ۱۵ د ښځې نوم کزبي ؤ. د هغې پلار صور د مدیانیانو د طایفو یو مشر ؤ.
۱۶ څښتن موسی ته حکم وکړ: ۱۷ «په مدیانیانو باندې حمله وکړه او هغوی ووژنه. ۱۸ دا د هغه بد کار له امله چې ستاسو سره یې وکړ چې په فغور کې یې وغولولئ چې بعل فغور ته عبادت وکړئ او د کزبي له امله چې د یو مدیاني مشر لور وه او په فغور کې د وبا په وخت کې ووژل شوه.»