0:00 / 0:00

د شمېر کتاب

څلورویشتم فصل

۱ بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته وفرمایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هیڅ کار وانه خیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل ۲ او د اسراییلو خلک یې ولیدل چې قبیله په قبیله یې خېمې ودرولې وې. بیا د خدای پاک روح په هغه باندې نازل شو ۳ او بلعام دا پیغام ورکړ:

<د بعور د زوی بلعام پیغام دی

د هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې

۴ چې اورېدلی شي خبرې د خدای

څوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خوا

څوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې

۵ د اسراییلو قومه

ستاسو کمپ دی څومره ښکلی

۶ د خرماګانو د اوږدو قطارونو په شان

د سیند په غاړه د باغونو په شان

چې دي کرلي څښتن د عود د ونو په شان

د سیند په غاړه د صبر د ونو په شان

۷ په دوی به وي باران پرېمانه

په آبي ځمکو کې کري به خپل تخمونه

له اجاج څخه به لوی د دوی پادشاه وي

وي به سرلوړې پادشاهي د هغه

۸ خدای دوی راوویستل له مصر څخه

په ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره

خپل دښمنان تباه کوي هغه

ماتوي د دوی هډوکي

او په غشو هغوی ولي

۹ دغه قوم د قوي زمري په شان دی

چې ویده وي هیڅوک نه شي کړای جرأت

چې یې راویښ کړي

په هغو به برکت وي څوک چې وایي برکت په اسراییلو

وي لعنت به په هغوی چې لعنت په اسراییلو باندې وایي>

۱۰ کله چې بالاق دا واورېدل، نو د قهره یې خپل لاسونه سره ومروړل او ویې ویل: <ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې، مګر تا هغوی ته درې ځلې برکت ورکړ. ۱۱ اوس ځه ورک شه، خپل کور ته لاړ شه! ما ستا سره وعده کړې وه چې ښه انعام به درکړم، خو څښتن ورڅخه بې برخې کړې.>

۱۲ بلعام په ځواب کې وویل: <ما ستا استازو ته چې ماته دې رالېږلي وو، ویلي وو ۱۳ چې حتیٰ که چېرې ته ماته خپله ماڼۍ چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه ده هم راکړې، بیاهم زه نه شم کولی چې د څښتن د امر په خلاف کوم کار وکړم. زه به یوازې هغه څه وایم چې څښتن یې راته وایي. ۱۴ اوس زه بېرته خپلو خلکو ته ورځم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، زه تاته د هغه څه په هکله یو خبرداری درکوم چې اسراییلیان به یې یوه ورځ ستا د قوم سره وکړي.>

د بلعام څلورم پیغام

۱۵ بیا بلعام دا پیغام ورکړ:

<د بعور د زوی بلعام پیغام دی

د هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې

۱۶ چې اورېدلی شي خبرې د خدای

او هغه پوهه مومي د خدای تعالیٰ له خوا نه

څوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خوا

څوک چې پړمخې پرېوزي او خلاصې یې دي سترګې

۱۷ خپلې رویا کې چې څه ما لیدلي

پېښ شوي نه دي لا تر اوسه پورې

خو یوه ورځ به راښکاره شي لکه ستوري په شان

د اسراییلو یو پادشاه

هغه به تاسو موآبیان ورک کړي

او د شیث ټول قوم به له منځه یوسي

۱۸ هغه به ومومي بری په دښمنانو په ادوم کې

او د هغوی خاوره به کړي خپل ملکیت

خو قوي به اسراییل شي

۱۹ پادشاهي به وکړي د اسراییلو پادشاه

د هر ښار پاتې شوي ژوندي خلک

به له منځه یوسي>

۲۰ بیا بلعام په خپله رویا کې عمالیقیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:

<عمالیق د ټولو قومونو څخه ډېر قوي دی

مګر په آخر کې به هغه د تل دپاره له منځه لاړ شي>

۲۱ هغه په خپله رویا کې قینیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:

<ستاسو ځای د اوسېدلو دی په امن

داسې امن لکه ځاله چې وي جوړه په ګټ باندې

۲۲ مګر تاسو قینیان به شئ تباه

آشوریان چې کله تاسو اسیران کړي>

۲۳ بلعام دغه پیغام ورکړ:

<هیڅوک ژوندی پاتې کېدلی نه شي

که خدای پلان د تباهۍ ولري

۲۴ رابه شي له سواحله د قبرسه کشتۍ ګانې

رابه وړي خلک چې کړي فتح آشور او عابر

خو په آخر کې به قبرس په خپله هم برباد شي>

۲۵ بیا بلعام راپاڅېده او بېرته خپل کور ته روان شو او بالاق هم لاړ.