چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ بلعام په دې یقین درلود چې څښتن به ورته ووایي چې اسراییلیانو ته بیا برکت ورکړه. نو هغه د فال څخه هېڅ کار وانخیست چې معلومه کړي څښتن د هغه څخه څه غواړي چې ویې کړي، لکه څنګه یې چې دوه ځلې مخکې کړي وو. د دې په ځای یې د دښتې خواته وکتل ۲ او د اسراییلو خلک یې ولیدل چې قبیله په قبیله یې خېمې ودرولې وې. بیا د خدای روح په هغه باندې نازل شو ۳ او بلعام دا پیغام ورکړ:
«د بعور د زوی بلعام پیغام دی
د هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې
۴ چې اورېدلی شي خبرې د خدای
څوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خوا
څوک چې پړمخې پرېوځي او خلاصې یې دي سترګې
۵ د اسراییلو قومه
ستاسو کمپ دی څومره ښکلی
۶ د خرماګانو د اوږدو قطارونو په شان
د سیند په غاړه د باغونو په شان
چې دي کرلي څښتن د عود د ونو په شان
د سیند په غاړه د سبر د ونو په شان
۷ وي به په دوی باندې پرېمانه باران
په ابي ځمکو کې کري به خپل تخمونه
له اجاج څخه به لوی د دوی پاچا وي
وي به سرلوړې پاچاهي د هغه
۸ خدای دوی راوویستل له مصر څخه
په ډېر قوت سره جنګیږي دی هغوی دپاره
د ځنګلي غویي په شان
خپل دښمنان تباه کوي هغه
ماتوي د دوی هډوکي
او په غشو هغوی ولي
۹ دغه قوم دی د قوي زمري په شان
چې ویده وي هېڅوک نه شي کړای جرات
چې راویښ کړي هغه
په هغو به برکت وي څوک چې وایي برکت په اسراییلو
وي لعنت به په هغوی چې لعنت په اسراییلو باندې وایي»
۱۰ کله چې بالاق دا واورېدل، نو د قهره یې خپل لاسونه سره ومروړل او ویې ویل: «ما د دې دپاره راوغوښتلې چې زما په دښمنانو باندې لعنت ووایې، خو تا هغوی ته درې ځلې برکت ورکړ. ۱۱ اوس ځه ورک شه، خپل کور ته لاړ شه! ما ستا سره وعده کړې وه چې ښه انعام به درکړم، خو څښتن ورڅخه بې برخې کړې.»
۱۲ بلعام په ځواب کې وویل: «ما ستا استازو ته چې ماته دې رالېږلي وو، ویلي وو ۱۳ چې حتی که چېرې ته ماته خپله ماڼۍ چې د سرو زرو او سپینو زرو څخه ډکه ده هم راکړې، بیاهم زه نه شم کولای چې د څښتن د امر په خلاف کوم کار وکړم. زه به یوازې هغه څه وایم چې څښتن یې راته وایي. ۱۴ اوس زه بېرته خپلو خلکو ته ورځم، خو مخکې له دې چې لاړ شم، زه تاته د هغه څه په هکله یو خبرداری درکوم چې اسراییلیان به یې یوه ورځ ستا د قوم سره وکړي.»
۱۵ بیا بلعام دا پیغام ورکړ:
د بعور د زوی بلعام پیغام دی
د هغه چا خبرې چې سترګې یې خلاصې شولې
۱۶ چې اورېدلی شي خبرې د خدای
او هغه پوهه مومي د خدای تعالی له خوا نه
څوک چې رویا ویني د مطلق قادر خدای له خوا
څوک چې پړمخې پرېوځي او خلاصې یې دي سترګې
۱۷ خپلې رویا کې چې ما لیدلي دي څه
پېښ شوي نه دي لا تر اوسه پورې
خو یوه ورځ به راښکاره شي لکه ستوري په شان
د اسراییلو پاچا
هغه به تاسو موآبیان ورک کړي
او د شیت ټول قوم به له منځه یوسي
۱۸ هغه به ومومي بری په دښمنانو په ادوم کې
او د هغوی خاوره به کړي خپل ملکیت
خو قوي به اسراییل شي
۱۹ پاچاهي به وکړي د اسراییلو پاچا
د هر ښار پاتې شوي ژوندي خلک
به له منځه یوسي
۲۰ بیا بلعام په خپله رویا کې عمالیقیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:
عمالیق دی ډېر قوي ټولو قومونو څخه
خو په اخر کې به له منځه لاړ شي هغه د تل دپاره
۲۱ هغه په خپله رویا کې قینیان ولیدل او دا پیغام یې ورکړ:
ستاسو ځای د اوسېدلو دی په امن
داسې امن لکه ځاله چې وي جوړه په ګټ باندې
۲۲ خو تباه به شئ تاسو قینیان
چې کله تاسو اسیران کړي آشوریان
۲۳ بلعام دغه پیغام ورکړ:
هېڅوک ژوندی پاتې کېدلی نه شي
که خدای پلان د تباهۍ ولري
۲۴ رابه شي د قبرس له سواحله کشتۍ ګانې
رابه وړي خلک چې کړي فتح آشور او عیبر
خو په اخر کې به قبرس په خپله هم برباد شي
۲۵ بیا بلعام راپاڅېده او بېرته خپل کور ته روان شو او بالاق هم لاړ.