0:00 / 0:00

د شمېر کتاب

اووه ویشتم فصل

د صلفحاد لورګانې

۱ محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ. ۲ یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د حضرت موسیٰ، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل: ۳ <زمونږ پلار په دښته کې مړ شو او د هغه څخه هیڅ زامن پاتې نه شول. هغه د قورح د پیروانو څخه چې د څښتن په مقابل کې یې سرکشي کړې وه، نه ؤ بلکه هغه د خپلې ګناه له کبله مړ شو. ۴ یوازې په دې خاطر چې هغه هیڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم له خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.>

۵ حضرت موسیٰ د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه ۶ او څښتن هغه ته وفرمایل: ۷ <د صلفحاد لورګانې چې څه غواړي هغه صحیح دي. هغوی ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه ورکړه. پرېږده چې د هغه میراث د دوی شي. ۸ اسراییلیانو ته ووایه: کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي. ۹ که چېرې هغه هیڅ لور ونلري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۰ مګر که چېرې هغه هیڅ ورونه ونلري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۱ که چېرې هغه ترونه ونلري، په هغه طایفه کې باید د هغه ترټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.>

یوشع د حضرت موسیٰ په ځای ټاکل کیږي

(تثنیه ۳۱: ۱ - ۸)

۱۲ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عباریم غرونو ته وخېژه او هغه ځمکه وګوره چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم. ۱۳ کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې، ۱۴ ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکشي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت احترام ونه کړ.> (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)

۱۵ حضرت موسیٰ دعا وکړه: ۱۶ <ای څښتن خدایه، ای د ژوندون سرچینې، زه دعا کوم چې داسې یو نفر وټاکه چې د قوم مشري کولی شي. ۱۷ ستا قوم یو داسې نفر ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښودنه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې مېږو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.>

۱۸ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د نون زوی یوشع لایق سړی دی، خپل لاس د هغه په سر باندې کېږده. ۱۹ بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخ کې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه. ۲۰ د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي. ۲۱ کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره ضرورت پېښ شي نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم په استعمالولو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.>

۲۲ څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه یوشع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه، ۲۳ بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.