کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د یوسف زوی ؤ. ۲ یوه ورځ د هغه لورګانې د سپېڅلې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د موسی، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل: ۳ «زمونږ پلار په دښته کې مړ شو او د هغه څخه هېڅ زامن پاتې نه شول. هغه د قورح د پیروانو څخه چې د څښتن په وړاندې یې سرکښي کړې وه، نه ؤ بلکې هغه د خپلې ګناه له امله مړ شو. ۴ یوازې په دې خاطر چې هغه هېڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم د خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.»
۵ موسی د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه ۶ او څښتن هغه ته وویل: ۷ «د صلفحاد لورګانې چې څه غواړي هغه سم دي. هغوی ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه ورکړه. پرېږده چې د هغه میراث د دوی شي. ۸ اسراییلیانو ته ووایه: ‹کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي. ۹ که چېرې هغه هېڅ لور ونه لري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۰ خو که چېرې هغه هېڅ ورونه ونه لري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۱ که چېرې هغه ترونه ونه لري، په هغه طایفه کې باید د هغه تر ټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.›»
۱۲ څښتن موسی ته وویل: «د عباریم غرونو ته وخېژه او هغه ځمکه وګوره چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم. ۱۳ کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې او د خپلو نیکونو سره به یوځای شي، ۱۴ ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکښي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت درناوی ونه کړ.» (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)
۱۵ موسی دعا وکړه: ۱۶ «ای څښتن خدایه، ای د ژوندون سرچینې، زه دعا کوم چې داسې یو کس وټاکه چې د قوم مشري وکولای شي. ۱۷ ستا قوم یو داسې کس ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښوونه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې پسونو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.»
۱۸ څښتن موسی ته وویل: «د نون زوی یوشع لایق سړی دی، خپل لاس د هغه په سر باندې کېږده. ۱۹ بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخکې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه. ۲۰ د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي. ۲۱ کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره اړتیا پېښه شي، نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم څخه په کار اخیستلو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.»
۲۲ څنګه چې څښتن موسی ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه یوشع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه، ۲۳ بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.