۰:۰۰ / ۰:۰۰

د شمېر کتاب

شپږویشتم فصل

د اسراییلیانو دوهمه سرشمېرنه

۱ له وبا څخه وروسته څښتن حضرت موسیٰ او د حضرت هارون کاهن زوی العازار ته وفرمایل: ۲ <د اسراییلو د ټول قوم سرشمېرنه د کورنیو په اساس وکړئ، یعنې د هغو ټولو خلکو چې عمر یې شل کاله یا زیات وي او جنګ کولی شي.> ۳ په هغه وخت کې د اسراییلو ټول قوم د موآب په ډاګونو کې اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په غاړه خېمې ودرولې وې.

نو حضرت موسیٰ او العازار کاهن د اسراییلو مشرانو ته د دې سرشمېرنې په باره کې داسې لارښوونه وکړه: ۴ <لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی دی هغه ټول اسراییلیان چې عمر یې شل کاله یا زیات وي وشمارئ.>

دا هغه اسراییلیان دي چې د مصر څخه راوتلي وو:

  • ۵ د روبین د قبیلې څخه (روبین د حضرت یعقوب مشر زوی ؤ): د حنوک، فلو، ۶ حصرون او کرمي طایفې، ۷ د دې طایفو شمېر ۴۳۷۳۰ تنه نارینه وو. ۸ د فلو اولاده: الیاب ۹ او د هغه زامن نموئیل، داتان او ابیرام. (دا هماغه داتان او ابیرام دي چې د قوم له خوا انتخاب شوي وو، مګر هغوی د حضرت موسیٰ او حضرت هارون سره مخالفت وکړ او د قورح د پیروانو سره یوځای شول او د څښتن په مقابل کې یې سرکشي وکړه. ۱۰ ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د قورح سره ژوندي تېر کړل. په هماغه وخت کې اور ۲۵۰ تنه له منځه یوړل. هغوی نورو اسراییلیانو ته د خبرداري په توګه وو. ۱۱ مګر د قورح زامن ونه وژل شول.)
  • ۱۲‏-۱۴ د شمعون د قبیلې څخه ۲۲۲۰۰ تنه وو، هغوی د نموئیل، یامین، یاکین، زارح او شائول د طایفو څخه وو.
  • ۱۵‏-۱۸ د جاد د قبیلې څخه ۴۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د صفون، حجي، شوني، ازني، عیري، ارود او ارئیلي د طایفو څخه وو.
  • ۱۹‏-۲۲ د یهودا د قبیلې څخه ۷۶۵۰۰ تنه وو، هغوی د شیله، فارص، زارح، حصرون او حامول د طایفو څخه وو. د یهودا زامن عیر او اونان په کنعان کې مړه شوي وو.
  • ۲۳‏-۲۵ د یساکار د قبیلې څخه ۶۴۳۰۰ تنه وو، هغوی د تولع، فوه، یاشوب او شمرون د طایفو څخه وو.
  • ۲۶‏-۲۷ د زبولون د قبیلې څخه ۶۰۵۰۰ تنه وو، هغوی د سارد، ایلون او یحلیئیل د طایفو څخه وو.
  • ۲۸ د حضرت یوسف قبیلې چې هغه د دوو زامنو یعنې منسي او افرایم پلار ؤ.
  • ۲۹‏-۳۴ د منسي د قبیلې څخه ۵۲۷۰۰ تنه وو، هغوی د دغو طایفو څخه وو: د منسي د زوی ماخیر طایفه، د هغه د زوی جلعاد طایفه او د ماخیر د شپږو لمسیو طایفې: ایعزر، حالق، اسریئیل، شکیم، شمیداع او حافر. د حافر زوی صلفحاد هیڅ زامن نه درلودل، مګر پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه.
  • ۳۵‏-۳۷ د افرایم د قبیلې څخه ۳۲۵۰۰ تنه وو، هغوی د شوتالح، باکر، تاحن او د شوتالح د زوی عیران د طایفو څخه وو.
  • ۳۸‏-۴۱ د بنیامین د قبیلې څخه ۴۵۶۰۰ تنه وو، هغوی د بالع، اشبیل، احیرام، شفوفام، حوفام او د بالع د دوو زامنو ارد او نعمان د طایفو څخه وو.
  • ۴۲‏-۴۳ د دان د قبیلې څخه ۶۴۴۰۰ تنه وو، هغوی ټول د شوحام د طایفې څخه وو.
  • ۴۴‏-۴۷ د اشیر د قبیلې څخه ۵۳۴۰۰ تنه وو، هغوی د یمنه، یشوي، بریعه او حابر او ملکیئیل یعنې د بریعه د زامنو د دوو طایفو څخه وو. سارح د اشیر لور وه.
  • ۴۸‏-۵۰ د نفتالي د قبیلې څخه ۴۵۴۰۰ تنه وو، هغوی د یاحصئیل، جوني، یصر او شلیم د طایفو څخه وو.
  • ۵۱ په لست کې د اسراییلو د ټولو نفرو شمېر ۶۰۱۷۳۰ تنه ؤ.

۵۲ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۵۳ <د کنعان ځمکه په دغو قبیلو باندې د هغو نفرو د شمېر په مطابق چې په هرې قبیلې کې دي ووېشه. ۵۴‏-۵۶ ځمکه د پچو په اساس ووېشه. لویې قبیلې ته زیاته برخه او کوچنۍ قبیلې ته کمه برخه ورکړه.>

۵۷ د لاوي په قبیلې کې دا طایفې شاملې وې: جرشون، قهات، مراري، ۵۸ او همدارنګه د لبني، حبرون، محلي، موشي او قورح طایفې. قهات د عمرام نیکه ؤ. ۵۹ د عمرام د ښځې نوم یوکابد ؤ چې د لاوي د اولادې څخه وه او په مصر کې زېږېدلې وه. د عمرام او یوکابد درې اولادونه وو، یعنې حضرت هارون، حضرت موسیٰ او مریم. ۶۰ حضرت هارون د ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار پلار ؤ. ۶۱ مګر ناداب او ابیهو په هغه وخت کې مړه شول کله چې هغوی څښتن ته ناپاکه اور وړاندې کاوه.

۶۲ د لاوي په قبیله کې ۲۳۰۰۰ تنه نارینه وو او په هغو کې داسې هلکان هم وو چې عمر یې لږ تر لږه یوه میاشت ؤ. د نورو قبیلو سره د هغوی نومونه په لست کې نه وو ځکه چې هغوی ته په کنعان کې ځمکه نه ورکول کېدله.

۶۳ په هغه وخت کې چې اسراییلیانو د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، حضرت موسیٰ او العازار هغوی وشمېرل. ۶۴ د هغو خلکو څخه چې حضرت موسیٰ او حضرت هارون د سینا په دښته کې شمېرلي وو، یو هم ژوندی پاتې نه ؤ. ۶۵ څښتن فرمایلي وو چې پرته د یفنه د زوی کالیب او د نون زوی یوشع څخه نور ټول به په دښته کې مړه شي.