0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

دولسم فصل

خبرې او عملونه

۱ څوک چې نصیحت مني نو د علم سره مینه لري

خو څوک چې له اصلاح نه کرکه کوي بې‌عقله دی.

۲ ښه انسان د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي

خو هغه انسان ته سزا ورکوي چې بدې نقشې جوړوي.

۳ هېڅوک د بدۍ له امله ټینګ نه پاتې کیږي

خو د نېکانو ریښه هېڅکله له بېخه نه ویستل کیږي.

۴ یوه مېړنۍ او پتمنه ښځه

د خپل مېړه د سر تاج ده

خو هغه ښځه چې د خپل مېړه د شرم سبب ګرځي

د هډوکو د سرطان په شان ده.

۵ د نېکانو ارادې په انصاف سره جوړیږي

خو د بدکارانو بدې مشورې انسان غولوي.

۶ د بدکارانو ژبه وینو تویولو ته تل په کمین کې ده

خو د صادقانو ژبه د خلکو ژوند ژغوري.

۷ بدکاران مړه کیږي او له منځه ځي

خو د نېکانو د کور بنیاد به ټینګ ولاړ وي.

۸ د انسان ستاینه د هغه د هوښیارۍ له مخې کیږي

خو د غلط فکر خاوند ته په سپکه سترګه کتل کیږي.

۹ ښه ده چې انسان عاجز وي او نوکر ولري

له هغه چا نه چې ځان لوړ ګڼي او ډوډۍ نه لري.

۱۰ نېک انسان په خپلو حیواناتو باندې هم پام کوي

خو د بدکارانو رحم هم له ظلم نه ډک وي.

۱۱ څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شي

خو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو ناپوهه دی.

۱۲ بدکاران له شر اچوونکو نه د لوټ شوي مال تمه کوي

خو د نېکانو ریښې تل تازه او حاصل ورکوي.

۱۳ بدکاره سړی د خپلو بدو خبرو په دام کې نیول کیږي

خو نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي.

۱۴ انسان د خپلې خولې په هوښیارو خبرو مړیږي

او د خپلو لاسونو د کار ثمره ورکول کیږي.

۱۵ جاهل سړي ته خپلې لارې چارې سمې ښکاري

خو د حکمت خاوند د نورو لارښوونې ته غوږ نیسي.

۱۶ جاهل سړی خپل قهر زر ښکاره کوي

خو ځیرک انسان په خپله بې‌عزتۍ پرده اچوي.

۱۷ رښتینی انسان په صداقت شهادت ورکوي

خو دروغجن شاهد د ټګۍ خبرې کوي.

۱۸ د بې‌پروایۍ خبرې د تورې په څېر غوڅول کوي

خو د حکمت د خاوندانو ژبه زخمونو ته شفا ورکوي.

۱۹ رښتینې خبرې تل ټینګې پاتې کیږي

خو د دروغو مزل لنډ وي.

۲۰ څوک چې بدې نقشې جوړوي په زړونو کې یې ټګي وي

خو د سولې او سلامتۍ غوښتونکي به خوشحاله وي.

۲۱ نېک انسان ته هېڅکله زیان نه رسیږي

خو بدکاران به تل له مصیبت سره مخامخ وي.

۲۲ څښتن له دروغ ویلو نه کرکه کوي

خو له رښتینو خلکو خوشحاله وي.

۲۳ ځیرک انسان خپله پوهه پټه ساتي

خو کم‌عقل خلک خپل جهالت ښکاره کوي.

۲۴ زحمت انسان لوړ مقام ته رسوي

خو لټي د انسان نه غلام جوړوي.

۲۵ اندېښمن زړه انسان په غم ککړوي

خو د زړه ښې خبرې انسان خوشحالوي.

۲۶ نېک سړی د خپل ملګري په پېژندلو کې احتیاط کوي

خو د بدکارانو کړه وړه هغوی بې‌لارې کوي.

۲۷ لټ انسان حتی خپل ښکار هم نه شي پخولی

خو خواري‌کښ انسان خپل حاصلات زیاتوي.

۲۸ د صداقت په لاره کې ژوندون دی

او په سمه لاره کې هېڅکله مرګ نشته.