0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

یوولسم فصل

۱ څښتن د تلې له غلط کارولو نه کرکه کوي

خو په پوره کاڼي تول تل خوښوي.

۲ کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځي

خو د عاجزۍ سره حکمت راځي.

۳ د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کوي

خو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي.

۴ د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لري

خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.

۵ د پاک انسان صداقت د هغه لار سموي

خو د بدکاره انسان بدي هغه راغورځوي.

۶ د رښتینو خلکو صداقت هغوی ژغوري

خو د خاینانو غوښتنې هغوی په دام کې نښلوي.

۷ کله چې یو بدکاره مري هیله یې تباه کیږي

نو زر او زور او ټول ارمانونه یې هم تباه کیږي.

۸ نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي

او په ځای یې بدکاره انسان د تکلیف په لور روانیږي.

۹ بې‌ایمانه انسان په خپلو خبرو نور تباه کوي

خو نېکان د خپل علم له امله ژغورل کیږي.

۱۰ نېکان چې بریالي کیږي ټول ښار پرې خوشحالیږي

او بدکاران چې تباه کیږي د خوشحالۍ چیغې وهل کیږي.

۱۱ ښار د رښتینو خلکو په برکت ودانیږي

خو د بدکارانو د خولې په خبرو ورانیږي.

۱۲ څوک چې بل ته په سپکه سترګه ګوري ناپوهه دی

خو د پوهې خاوند خپله خوله پټه ساتي.

۱۳ غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوي

خو باوري انسان د بل په راز پرده اچوي.

۱۴ کله چې ښې مشورې نه وي نو ولس له پښو غورځیږي

خو که مشوره ورکوونکي ډېر وي د بریالیتوب سبب ګرځي.

۱۵ په قرض کې د بل چا ضمانت کوونکي به زیان ومومي

خو په قرض کې له لاس ورکولو نه ډډه کوونکی به ډاډه وي.

۱۶ مهربانه ښځه تل عزت ګټي

خو ظالمان یوازې دولت ګټي.

۱۷ مهربان انسان ځان ته ګټه رسوي

خو بې‌رحمه انسان ځان ته زیان رسوي.

۱۸ د بدکاره سړي ګټه بې‌برکته ده

خو د نېکۍ کرونکی حقیقي حاصل رېبي.

۱۹ څوک چې په صداقت ولاړ وي نېکمرغه ژوند لري

شرارت پېښوونکی په خپل مرګ پسې ګرځي.

۲۰ څښتن د کږو لارو له خاوندانو نه کرکه کوي

خو د پاک زړه خاوندان خوښوي.

۲۱ باور ولره چې بدکاران به بې‌سزا پاتې نه شي

خو د نېکانو اولادونه به خلاصون ومومي.

۲۲ د بې‌تمیزه او بې‌حیا ښځې ښکلا داسې ده

لکه د خوګ په پوزه کې چې د سرو زرو پېزوان وي.

۲۳ د نېکانو هیلې په برکت تمامیږي

خو د بدکارانو امیدونه د غضب سبب ګرځي.

۲۴ څوک چې سخاوت کوي نور به هم شتمن شي

خو څوک چې سختي کوي نور به هم نېستمن شي.

۲۵ یو سخي سړی به تل اباد شي

څوک چې د نورو تنده ماتوي خپله تنده به یې هم ماته شي.

۲۶ د ګرانۍ په مقصد غله ساتونکي باندې لعنت ویل کیږي

خو په خرڅوونکي باندې تل برکت ویل کیږي.

۲۷ څوک چې د ښو په لټه کې وي

نو د نورو په رضا پسې ګرځي

خو څوک چې په شرارت پسې ګرځي

نو له مصیبت سره مخامخ کیږي.

۲۸ څوک چې په خپلې شتمنۍ تکیه کوي نو راغورځیږي

خو نېکان د شنو پاڼو په شان تازه کیږي.

۲۹ خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوونکی په باد پسې منډې وهي

او جاهل سړی تل د حکمت د خاوند غلام وي.

۳۰ د نېک انسان د کار ثمره د ژوندانه ونه ده

او د حکمت خاوند د خلکو زړونه لاسته راوړي.

۳۱ که نېکانو ته په دې دنیا کې انعام ورکول کیږي

نو د بدکارانو او ګناهکارانو به څه حال وي؟