0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

لسم فصل

د سلیمان پورې تړلي متلونه

۱ دا د سلیمان متلونه دي.

رښتینې شتمني او د حقیقت خبرې

هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي

خو کم‌عقل زوی خپله مور په غم اخته کوي.

۲ هغه دولت چې د ناروا لارې تر‌لاسه کیږي ګټه نه لري

خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.

۳ څښتن نېک انسان لوږې ته نه پرېږدي

خو د بدکارانو غوښتنې شنډوي.

۴ بېکاره لاسونه انسان خواروي

خو زحمت کښه لاسونه انسان شتمن کوي.

۵ هوښیار زوی په اوړي کې خپل فصل راټولوي

خو د لو په وخت کې ویده شوی زوی شرم راوړي.

۶ برکت د نېک سړي د سر تاج دی

خو د بدکارانو ظلم د هغوی په خوله پرده اچوي.

۷ د نېک سړي یادول د برکت سبب کیږي

خو د بدکارانو د نوم نه زړه بدیږي.

۸ د حکمت خاوند حکمونه مني

خو د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

۹ څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي ډاډه ګرځي

خو د کږو لارو خاوند به رسوا شي.

۱۰ څوک چې سترګې وهي دردونه جوړوي

او د جاهل انسان خپله ژبه بلا ده.

۱۱ د نېک انسان خوله د ژوند سرچینه ده

خو د بدکارانو خوله په ظلم پرده اچوي.

۱۲ کرکه جګړو ته لمن وهي

خو مینه په ټولو ګناهونو پرده اچوي.

۱۳ حکمت د عقلمن په خبرو کې موندل کیږي

خو د ناپوه د ملا دپاره لښته ده.

۱۴ د حکمت خاوندان خپل علم ذخیره کوي

خو د جاهلانو د خولې خبرې بربادي راوړي.

۱۵ د شتمن مال دولت د هغه دپاره کلا ده

خو غریبي د غریبانو دپاره بلا ده.

۱۶ د نېک انسان انعام ژوندون دی

خو د بدکاره انسان ګټه ګناه ده.

د نېکانو او د بدکارانو عملونه او راتلونکی

۱۷ نصیحت منونکی نور خلک د ژوندون په لاره روانوي

خو اصلاح نه منونکی نور خلک بې‌لارې کوي.

۱۸ څوک چې په دروغو خپله کرکه پټوي

او په نورو تور لګوي، هغه کم‌عقل دی.

۱۹ ډېرې خبرې کول د ګناه سبب ګرځي

خو څوک چې ژبه په خپل واک کې ساتي هوښیار دی.

۲۰ د نېک سړي د خولې خبرې سوچه سپین زر دي

خو د بدکارانو د زړه خیالونه ارزښت نه لري.

۲۱ د نېک سړي د خولې خبرې خلک مړوي

خو د جاهلانو ناپوهي هغوی مړه کوي.

۲۲ د څښتن برکت انسان شتمن کوي

خو زحمتونه هېڅ شی نه شي زیاتولی.

۲۳ کم‌عقل د خپل بد عمل نه خوند اخلي

خو د پوهې خاوند له حکمت نه خوند اخلي.

۲۴ له هغې بلا نه چې بدکاره وېریږي هغه پرې نازلیږي

خو نېکان چې څه شی غواړي هغه ورته ورکول کیږي.

۲۵ کله چې سخت توفان راشي نو بدکاره انسان به تباه شي

خو د نېک انسان بنیاد به تل ټینګ وي.

۲۶ لټ انسان د کار ورکوونکو دپاره داسې دی

لکه سرکه چې غاښونه برېښوي او لوګی سترګې سوځوي.

۲۷ له څښتن څخه وېره عمر اوږدوي

خو د بدکارانو عمر به لنډ وي.

۲۸ د نېکانو ارمانونه چې پوره کیږي نو خوشحالیږي

خو د بدکارانو امیدونه تباه کیږي.

۲۹ د څښتن لار د پاک زړه د خاوند دپاره کلا ده

خو د شر اچوونکو دپاره بلا ده.

۳۰ د نېک انسان بنیاد به هېڅکله ونه لړزیږي

خو بدکاران به د ځمکې په سر پاتې نه شي.

۳۱ د نېک انسان خوله د حکمت خبرې کوي

خو کږه ژبه به پرې کړل شي.

۳۲ د نېک انسان د خولې خبرې خوږې وي

خو د بدکارانو د خولې خبرې کږې وږې وي.