0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

نهم فصل

د حکمت بلنه

۱ حکمت د یوې ښځې په څېر خپل کور ودان کړی دی

او اووه ستنې یې توږلې او بیا یې ودرولې دی.

۲ هغې د مېلمستیا دپاره غوښه تیاره کړې

او د انګورو شیره یې جوړه کړې ده

او دسترخوان یې هوار کړی دی.

۳ هغې خپلې وینځې ورولېږلې

چې د ښار له لوړو ځایونو نه خپل غږ پورته کړي:

۴ «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»

او بیا ناپوهه خلکو ته وایي:

۵ «راشئ! زما ډوډۍ وخورئ

او لږه د انګورو شیره وڅښئ کوم چې ما جوړه کړې ده.

۶ خپله د ناپوهۍ لار پرېږدئ نو تاسو به نېکمرغه ژوند ولرئ

او د عقل په لاره به روان شئ.

۷ څوک چې ملنډې وهونکی اصلاح کوي نو ځان شرموي

او څوک چې بدکار رټي نو ځان ته زیان رسوي.

۸ د ملنډې وهونکی رټنه مه کوه هسې نه چې ستا نه کرکه وکړي

د حکمت د خاوند رټنه کوه نو ستا سره به مینه وکړي.

۹ د حکمت خاوند ته لارښوونه وکړه

نو نور به هم خپل حکمت ډېر کړي

نېک سړي ته تعلیم ورکړه

چې خپله پوهه نوره هم زیاته کړي.

۱۰ له څښتن څخه وېره د حکمت شروع ده

او عقل د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم دی.

۱۱ ځکه زما په مرسته به ستا د ژوند ورځې ډېرې شي

او ستا د عمر کلونه به نور هم زیات شي.

۱۲ که د حکمت خاوند یې نو دا به دې په ګټه وي

او که ته ملنډې وهونکی یې نو یوازې زیان به زغمې.»

د کم‌عقلتوب بلنه

۱۳ کم‌عقلتوب د یوې بې‌حیا ښځې په څېر دی

چې ډېره ساده او په هېڅ نه پوهیږي.

۱۴ هغه د خپل کور د دروازې تر‌څنګ ناسته ده

او بیا د ښار په لوړو ځایونو کې په تخت کښېني.

۱۵ څوک چې په خپله لار سم ځي

نو هغوی ته نارې وهي:

۱۶ «هرڅوک چې ساده وي، دلته دې راشي!»

او بیا ناپوهه انسان ته وایي:

۱۷ «د غلا اوبه خوږې وي

او په پټه تر‌لاسه شوې ډوډۍ خوندوره وي.»

۱۸ هغوی نه پوهیږي چې د هغې په کور کې ټول وژل شوي دي

او مېلمانه یې د قبر په ژوره کنده کې پراته دي.