Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د سلیمان د متلونو کتاب
اتم فصل
د حکمت غږ او ځان پېژندل
۱ حکمت د یوې هوښیارې ښځې په څېر نارې وهي
او پوهه په لوړ اواز خپل غږ پورته کوي.
۲ هغه د لارې په غاړه په لوړو ځایونو ولاړه وي
او د څلور لارو په سر ودریږي.
۳ هغه د ښار د دروازو دننه
د تګ راتګ د لارو په خوا کې نارې وهي:
۴ «ای سړیو! زه په تاسو ټولو غږ کوم
او په تاسو ټولو باندې اواز کوم.
۵ ای ساده خلکو! په خپل ځان کې ځیرکتیا پیدا کړئ!
ای کمعقلانو! د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړئ!
۶ غوږ ونیسئ! زه ستاسو دپاره ښې خبرې لرم
چې په رښتینې ژبه به یې درته بیان کړم.
۷ زه چې څه په خوله وایم هغه رښتیا دي
او ژبه مې له بدو خبرو نه کرکه کوي.
۸ د خولې ټولې خبرې مې سمې دي
او یوه هم په کې کږه او غولوونکې نه ده
۹ ټولې خبرې مې عقلمن انسان ته روښانه دي
او څوک چې علم لاس ته راوړي نو پوهیږي چې دا خبرې سمې دي.
۱۰ د سپینو زرو په ځای زما نصیحت غوره کړئ
او د سوچه سرو زرو په ځای علم حاصل کړئ
۱۱ ځکه حکمت د یاقوتو نه ډېر قیمتي دی
چې له ارزښت سره یې ستا د خوښې هېڅ شی برابر نه دی.
۱۲ زه حکمت یم او له ځیرکتیا سره یو ځای اوسېږم
او علم او لیاقت لاس ته راوړم.
۱۳ د څښتن څخه وېره له شرارت نه نفرت کول دي
نو ځکه له کبر، غرور، بدۍ او کږو خبرو نه کرکه کوم.
۱۴ مشوره او حکمت زما کار دی
زه عقلمن یم او زما سره قدرت دی.
۱۵ پاچاهان زما په مرسته پاچاهي کوي
او حکمرانان د انصاف پرېکړې کوي.
۱۶ شهزادګان زما په مرسته حکومت کوي
واکداران او ټول عادل قاضیان فیصلې کوي.
۱۷ زه د خپلو مینوالو سره مینه کوم
او څوک چې ما لټوي نو ما لاس ته راوړي.
۱۸ دولت او عزت زما سره دی
عدالت او تلپاتې شتمني زما ده.
۱۹ زه د خالصو سرو زرو نه غوره مېوه ورکوم
چې حاصل یې د سوچه سپینو زرو نه بهتر دی.
۲۰ د عدالت په لاره روان یم
او د انصاف په لارو تګ کوم
۲۱ نو ځکه خپلو مینوالو ته شتمني ورکوم
او د هغوی خزانې ډکوم.
۲۲ څښتن له ټولو نه لومړی چې نور څه یې لا نه وو پیدا کړی
له هر څه نه مخکې
زه پیدا کړم.
۲۳ له ازله یې زما د بدن برخې یوځای کړلې
او د دنیا له جوړېدو او د هر څه نه مخکې
زه موجود وم.
۲۴ کله چې لا ژور بحرونه نه وو پیدا شوي
او له چینو څخه اوبه نه وې راوتلې
زه زېږېدلی وم.
۲۵ مخکې له دې چې غرونه په خپل ځای ودریږي
او غونډۍ رامنځته شي
زه زېږېدلی وم.
۲۶ مخکې له دې چې څښتن ځمکه او پراخه کروندې جوړ کړي
او د دنیا لومړنۍ خاوره پیدا کړي
زه زېږېدلی وم.
۲۷ کله چې هغه اسمانونه په خپل ځای ودرول
او د بحر په مخ یې د اسمان لمن راچاپېر کړه
زه هلته وم.
۲۸ کله چې هغه په اسمان کې ورېځې ځای په ځای کړې
او د ځمکې په مخ یې د اوبو چینې روانې کړې
زه حاضر وم.
۲۹ کله چې هغه بحرونو ته خپل حدود وټاکل
چې اوبه یې له حکم نه سرغړونه ونه کړي
او د ځمکې بنیاد یې کېښود
زه هلته وم.
۳۰ زه هر وخت د هغه په څنګ کې وم
او زه هره ورځ خوشحالېدم
او تل د هغه په حضور کې خوشحاله وم.
۳۱ د نړۍ په ټوله ځمکه کې یې خوشحاله وم
او د ټولو انسانانو نه خوشحالېدم.
۳۲ نو ای زما زامنو! اوس ما ته غوږ ونیسئ
بختور دي هغوی چې زما په لارو ځي.
۳۳ زما نصیحت ته غوږ شئ او حکمت پیدا کړئ
هغه له پامه مه غورځوئ او مخ ترې مه اړوئ.
۳۴ بختور دی هغه څوک چې ما ته غوږ نیسي
او هره ورځ زما د کور په مخکې ولاړ وي
او زما د دروازې په خوله کې انتظار وباسي.
۳۵ ځکه څوک چې ما لاس ته راوړي نو ژوند تر لاسه کوي
او د څښتن رضا او خوشحالي حاصلوي
۳۶ خو څوک چې ما لاس ته نه راوړي د ځان سره ظلم کوي
او هرڅوک چې زما نه کرکه کوي د مرګ سره مینه کوي.»