0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

درویشتم فصل

۶

۱ کله چې ته د اختیار د خاوند سره ډوډۍ خوړلو ته کښېنې

نو ښه فکر وکړه چې ستا په مخکې څه دي.

۲ که ته ډېر خېټور انسان هم یې

نو په خپل ستوني دې چاړه کېږده

۳ او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره

ځکه چې دا خوراک ستا د چل او تېرایستلو دپاره دی.

۷

۴ د شتمنۍ د لاسته راوړلو دپاره ځان مه ستومانه کوه

هوښیار اوسه او د داسې کار نه ځان وساته.

۵ ځکه ټوله شتمني به دې

ناڅاپه د باز په شان وزرې پرانیزي

او د سترګو په رپ کې به اسمان ته والوزي او ختمه به شي.

۸

۶ د شوم سړي ډوډۍ مه خوره

او د خوندورو خوړو نه یې د یوې مړۍ تمه هم مه لره.

۷ ځکه هر څه چې ته خورې هغه یې حسابوي

او درته وایي چې راځه، ما سره وخوره او وڅښه!

خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي.

۸ کومه مړۍ چې دې خوړلې ده هغه به بېرته وګرځوې

او ټولې خوږې خبرې به دې له منځه لاړې شي.

۹

۹ کم‌عقل سړي ته هېڅکله نصیحت مه کوه

ځکه هغه ستا د هوښیارۍ کلام ته په سپکه سترګه ګوري.

۱۰

۱۰ د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه

او د یتیمانو ځمکه په ظلم مه نیسه

۱۱ ځکه چې د دوی ساتونکی زورور دی

او هغه به د دوی حق ستا نه واخلي.

۱۱

۱۲ د زړه له کومي نصیحت قبول کړه

د علم او د پوهې نه ډکو خبرو ته غوږ ونیسه.

۱۲

۱۳ د خپل زوی په اصلاح کې لټي مه کوه.

که ته یې په لښته ووهې نو مړ به نه شي.

۱۴ نو هغه ته په لښته سزا ورکړه

چې روح یې د قبر نه وژغورل شي.

۱۳

۱۵ نو ای زما زویه! که ته د حکمت خاوند شې

نو زړه به مې ډېر خوشحاله شي

۱۶ او کله چې ته رښتینې خبرې کوې

نو زړه مې د خوشحالۍ نه ټوپونه وهي.

۱۴

۱۷ خپل زړه مه پرېږده چې له ګناهکارانو سره بخیلي وکړي

بلکې هر وخت د څښتن نه په وېره کې اوسه

۱۸ نو باور ولره چې په راتلونکې کې ستا دپاره پوره امید دی

او هېڅکله به ستا هیلې له منځه لاړې نه شي.

۱۵

۱۹ نو ای زما زویه! ما ته غوږ ونیسه او هوښیار اوسه

او خپل زړه دې په سمه لار باندې ټینګ وساته.

۲۰ د شرابیانو سره ناسته ولاړه مه کوه

او د خېټورو خلکو سره چې ډېره غوښه خوښوي، مه ګرځه.

۲۱ ځکه چې شرابیان او خېټور خلک به خوار شي

او ډېر خوب به هغوی ته زاړه کالي واغوندي.

۱۶

۲۲ د خپل پلار خبرو ته دې غوږ ونیسه چې تا ته یې ژوند درکړی دی

او د خپلې سپین سرې مور سپینو ویښتو ته په سپکه سترګه مه ګوره.

۲۳ حقیقت حاصل کړه او هغه په بیه واخله

او د پیسو په خاطر حکمت، نصیحت او عقل مه خرڅوه.

۲۴ د نېک سړي پلار ډېر خوشحاله وي

او هوښیار زوی د خپل پلار دپاره د خوښۍ سبب وي.

۲۵ پرېږده چې ستا مور او پلار په تا خوښ اوسي

او مور دې چې ته یې زېږولی یې خوشحالي وکړي.

۱۷

۲۶ نو ای زما زویه! خپل زړه دې ما ته راکړه

او په ډېره خوشحالۍ زما په لارو قدم کېږده.

۲۷ ځکه زناکاره ښځه ستا دپاره ژوره کنده ده

او هغه د یوې تنګې څاه په څېر ده.

۲۸ هغه د یو داړه مار په شان په کمین کې ناسته وي

او د خلکو ترمنځ خیانت زیاتوي.

۱۸

۲۹ څوک دی چې افسوس کوي

او څوک دی چې غمجن دی؟

څوک دی چې شخړې جوړوي

او څوک دی چې شکایت کوي؟

څوک دی چې ناحقه زخمونه لري

او څوک دی چې سترګې یې سرې دي؟

۳۰ دا هغه څوک دي چې تل شراب خوري

او هر ډول شراب څښي او تل ورپسې ګرځي.

۳۱ د شرابو سور رنګ ته په شوق مه ګوره

چې په پیاله کې ځلیږي

او په اسانۍ له ستوني نه تېریږي.

۳۲ خو په اخر کې د مار په شان چیچل کوي

او د منګري په څېر د زهرو ډک وي.

۳۳ ستا سترګې به هر ډول حیرانوونکي شیان ویني

او په زړه کې به دې ګډې وډې خبرې ګرځي.

۳۴ د هغه چا په شان به شې چې د بحر دپاسه خوب کوي

او د څپو په سر پروت ټالۍ وهي.

۳۵ ته به ووایې: «هغوی زه ووهلم خو زه دردمن نه شوم.

زه یې وټکولم خو پوه پرې نه شوم.

کله به راویښ شم چې د شرابو یوه بله پیاله وڅښم؟»