0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

دوه ویشتم فصل

شتمني او اخلاق

۱ نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره ده

او عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.

۲ شتمن او غریب په یو صفت کې شریک دي

ځکه چې څښتن د دواړو خالق دی.

۳ ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتي

خو ساده سړی د هغې په لور روان وي او سزا به یې ویني.

۴ عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږي

چې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.

۵ د دروغجن انسان لار له اغزو او دامونو نه ډکه وي

خو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.

۶ ماشوم په سمه لار روان کړه.

که سپین‌ږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.

۷ شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوي

او پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.

۸ څوک چې د بې‌انصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبي

او د کبر کاسه به یې نسکوره شي.

۹ بختور دی هغه څوک چې سخاوت کوي

ځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.

۱۰ ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختم شي

بحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.

۱۱ څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوي

نو پاچا به هم د هغه ملګری شي.

۱۲ څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتي

خو د خاینانو نقشې له منځه وړي.

۱۳ لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!

که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»

۱۴ د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر ده

چاته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.

۱۵ جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی وي

خو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.

۱۶ څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړي

او شتمن ته تحفې ورکوي، نو اخر به نېستمن شي.

د حکمت د خاوندانو دېرش نصیحتونه

۱۷ د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوه

او زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه

۱۸ نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل ستا په شونډو وي

نو خوشحالي به دې په برخه شي.

۱۹ نو زه همدا نن تاته تعلیم درکوم

د دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.

۲۰ ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي دي

چې د علم او نصیحت نه ډک دي

۲۱ ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړې

او هغه چاته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.

د شتمنۍ په هکله نصیحتونه

۲۲ د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخله

او په محکمه کې د مسکینانو حق تر‌پښو مه لاندې کوه

۲۳ ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړي

او هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.

۲۴ د غوسه ناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوه

او د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي

۲۵ هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړې

او خپل ځان په دام کې ونښلوې.

۲۶ د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوه

او مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.

۲۷ که ته چېرته دا قرض ورنه کړې

نو د خوب کټ او بستره به درنه یوسي.

۲۸ د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه

کوم چې پلار او نیکه دې پخوا ایښودلې ده.

۲۹ څوک چې په خپل کار کې مهارت ولري

د پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوي

او د عامو خلکو خدمت به نه کوي.