چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د سلیمان د متلونو کتاب
دوه ویشتم فصل
شتمني او اخلاق
۱ نېک نامي د ډېرې شتمنۍ نه غوره ده
او عزت د سرو او سپینو زرو نه بهتر دی.
۲ شتمن او غریب دواړه په دې صفت کې یو شان دي
چې څښتن د دواړو خالق دی.
۳ ځیرک انسان بدي او بلا ویني او خپل ځان ترې ساتي
خو ساده سړی د هغې په لور روان وي او تاوان ویني.
۴ عاجزي د څښتن له وېرې پیدا کیږي
چې انسان ته شتمني، عزت او نېکمرغه ژوند ورکوي.
۵ د دروغجن انسان لاره له اغزو او دامونو نه ډکه وي
خو په چا چې خپل ځان ګران وي نو ځان ترې لېرې ساتي.
۶ ماشوم په سمه لار روان کړه
که سپینږیری هم شي نو مخ به ترې وانه ړوي.
۷ شتمن په مسکینانو باندې حکومت کوي
او پور اخیستونکی د پور ورکوونکي غلام دی.
۸ څوک چې د بېانصافۍ تخم کري نو مصیبت به رېبي
او د کبر کاسه به یې نسکوره شي.
۹ بختور دی هغه څوک چې سخاوت کوي
ځکه د خپلو خوړو یوه برخه خوارانو ته ورکوي.
۱۰ ملنډې وهونکی وشړه نو شخړې به ورسره ختمې شي
بحثونه او پېغورونه به ورسره هم بند شي.
۱۱ څوک چې د پاک زړه خاوند وي او خوږې خبرې کوي
نو پاچا به هم د هغه ملګری شي.
۱۲ څښتن په علم او پوهه خپل نظر ساتي
خو د خاینانو پلانونه له منځه وړي.
۱۳ لټ سړی له کور څخه نه وځي او وایي: «بهر زمری دی!
که کوڅې ته ووځم نو مړ به مې کړي!»
۱۴ د زناکارې ښځې خوله د ژورې کندې په څېر ده
چا ته چې څښتن په غوسه وي نو په کې غورځیږي.
۱۵ جهالت د ماشوم په زړه کې نغښتی وي
خو د ادب لښته به یې ترې لېرې وباسي.
۱۶ څوک چې په غریب ظلم وکړي او خپله شتمني ډېره کړي
او شتمن ته تحفې ورکوي نو اخر به نېستمن شي.
د حکمت د خاوندانو دېرش نصیحتونه
(۲۲:۱۷ - ۲۴:۲۲)
۱۷ د حکمت د خاوندانو خبرو ته غوږ نیسه او ورته پام کوه
او زما تعلیم د زړه له کومي قبول کړه
۱۸ نو که دا خبرې د زړه په تل کې وساتې او تل په خپلو شونډو یادوې
نو بیا خوشحالي به دې په برخه شي.
۱۹ زه همدا نن تا ته تعلیم درکوم
د دې دپاره چې په څښتن باندې پوره باور ولرې.
۲۰ ما ستا دپاره دېرش نصیحتونه لیکلي دي
چې د علم او نصیحت نه ډک دي
۲۱ ترڅو تا پوه کړم چې رښتیا او د باور وړ خبرې زده کړې
او هغه چا ته رښتینی ځواب ورکړې چې ته یې رالېږلی یې.
۱
۲۲ د غریب د غریبۍ نه په غلا غلطه ګټه مه اخله
او په محکمه کې د مسکینانو حق ترپښو مه لاندې کوه
۲۳ ځکه څښتن به د دوی د حق ساتنه وکړي
او هغوی به تباه کړي چې د دوی نه یې غلا کړې ده.
۲
۲۴ د غوسهناک انسان سره ناسته ولاړه مه کوه
او د هغه چا سره ملګرتیا مه کوه چې زر په قهریږي
۲۵ هسې نه چې د هغه عادتونه زده کړې
او خپل ځان په دام کې ونښلوې.
۳
۲۶ د بل چا په قرض کې لاس مه ورکوه
او مه د چا د پور ضمانت په خپله غاړه اخله.
۲۷ که ته چېرته دا قرض ورنه کړې
نو د خوب کټ او بستره به درڅخه یوسي.
۴
۲۸ د ځمکې د حد پخوانۍ تیږه مه بېځایه کوه
چې پلار او نیکه دې پخوا ایښې ده.
۵
۲۹ څوک چې په خپل کار کې مهارت ولري
نو د پاچاهانو په حضور کې به خدمت کوي
او د عامو خلکو خدمت به نه کوي.