د سلیمان د متلونو کتاب

درېم فصل

په څښتن توکل کول

۱ای زما زویه! زما تعلیم مه هېروه

او زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته

۲ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړي

او سوله او سلامتي به در په برخه کړي.

۳مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوه

هغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړه

او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.

۴نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شې

او د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.

۵په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوه

او په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.

۶په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوه

نو هغه به ستا لارې هوارې کړي.

۷په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼه

له څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.

۸نو په دې به ستا بدن تل روغ وي

او ټول وجود به دې تازه شي.

۹په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوه

او د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه

۱۰نو بیا به ستا ګودامونه

له غلي دانې نه ډک شي

او چاټۍ‌ګانې به دې

د انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.

۱۱نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګوره

او کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه

۱۲ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوي

نو هغه ته سزا ورکوي

لکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وي

نو رټنه یې د محبت نښه ده.

د حکمت ثمره

۱۳بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړي

او هغه څوک چې پوهه پیدا کړي

۱۴ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره ده

او حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.

۱۵هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دی

چې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.

۱۶د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دی

او په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.

۱۷لارې یې خوشحالوونکې دي

او ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.

۱۸څوک چې هغې ته غېږ ورکوي

نو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه ده

او بختور دي هغه څوک

چې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.

د څښتن حکمت

۱۹څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښود

او اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.

۲۰د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږي

او له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.

د حکمت په خاوندانو باندې د څښتن فضل

۲۱نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوه

او په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.

۲۲دوی به ستا روح تازه ساتي

او دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.

۲۳نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شې

او ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.

۲۴کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږې

او د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.

۲۵نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشي

او نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي

۲۶ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی وي

چې پښه دې په دام کې ونه نښلي.

له خلکو سره په حکمت چلېدل

۲۷ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرې

نو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.

۲۸کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرې

نو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.

۲۹د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لره

څوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.

۳۰ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولی

نو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.

۳۱د ظالم انسان سره بخیلي مه کوه

او د هغه د لارې پیروي مه کوه.

۳۲ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان وي

خو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.

۳۳د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږي

خو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.

۳۴هغه په ملنډو وهونکو خندا کوي

خو په عاجزانو خپل فضل کوي.

۳۵د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږي

خو کم‌عقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.