چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ ای زما زویه! زما تعلیم مه هېروه
او زما حکمونه په خپل زړه کې ټینګ وساته
۲ ځکه دا به ستا د عمر ورځې او کلونه ډېر کړي
او سوله او سلامتي به در په برخه کړي.
۳ مینه او وفا د خپل ځانه مه لېرې کوه
هغه د تل دپاره د خپلې غاړې هار کړه
او د خپل زړه په تخته یې ولیکه.
۴ نو بیا به ته د خدای او انسان په نظر کې نېک وګڼل شې
او د یو هوښیار انسان په توګه وپېژندل شې.
۵ په خپل ټول زړه په څښتن توکل کوه
او په خپل عقل او پوهه تکیه مه کوه.
۶ په هر کار کې د هغه د حضور غوښتنه کوه
نو هغه به ستا لارې هوارې کړي.
۷ په خپل فکر ځان د حکمت خاوند مه ګڼه
له څښتن څخه وېره کوه او له بدۍ نه مخ واړوه.
۸ نو په دې به ستا بدن تل روغ وي
او ټول وجود به دې تازه شي.
۹ په خپلې شتمنۍ سره د څښتن عزت کوه
او د خپل ټول فصل لومړنۍ مېوه ورکوه
۱۰ نو بیا به ستا ګودامونه
له غلي دانې نه ډک شي
او چاټۍګانې به دې
د انګورو له شیرې څخه له خولې نه واوړي.
۱۱ نو ای زما زویه! د څښتن اصلاح ته په سپکه سترګه مه ګوره
او کله چې تا رټي نو هېڅکله مه خفه کېږه
۱۲ ځکه څښتن چې له چا سره مینه کوي
نو هغه ته سزا ورکوي
لکه یو پلار ته چې کوم زوی منلی وي
نو رټنه یې د محبت نښه ده.
۱۳ بختور دی هغه څوک چې حکمت حاصل کړي
او هغه څوک چې پوهه پیدا کړي
۱۴ ځکه چې د هغې ثمره له سپینو زرو نه غوره ده
او حاصل یې له سرو زرو نه ډېر زیات دی.
۱۵ هغه د لعلونو نه ډېر قیمتي دی
چې له ارزښت سره یې ستا له خوښې هېڅ ګټه برابره نه ده.
۱۶ د هغې په یو لاس کې اوږد ژوند دی
او په بل لاس کې یې دولت او عزت دی.
۱۷ لارې یې خوشحالوونکې دي
او ټولې لارې یې د سولې او سلامتۍ دي.
۱۸ څوک چې هغې ته غېږ ورکوي
نو د هغوی دپاره د ژوندانه ونه ده
او بختور دي هغه څوک
چې هغې ته ټینګه غاړه ورکوي.
۱۹ څښتن په خپل حکمت سره د ځمکې بنیاد کېښود
او اسمانونه یې د خپلې پوهې په وسیله پیدا کړل.
۲۰ د هغه د علم په وسیله د ځمکې په تل کې د اوبو چینې روانیږي
او له ورېځو نه یې باران او پرخه په ځمکه راوریږي.
۲۱ نو ای زما زویه! پوهه له خپله نظره مه لېرې کوه
او په خپل ځان کې د حکمت او لیاقت ټینګه ساتنه کوه.
۲۲ دوی به ستا روح تازه ساتي
او دا به ستا د غاړې د فضل هار وي.
۲۳ نو بیا به په ډاډه زړه په خپله لار روان شې
او ستا پښه به په تیږه نه لګیږي.
۲۴ کله چې ته ویده کېږې نو نه به وېرېږې
او د څملاستو په وخت کې به په خواږه خوب ویده کېږې.
۲۵ نو له ناڅاپي بلا نه مه وېرېږه کله چې په تا راشي
او نه د هغه توفان له تباهۍ نه چې په بدکارانو راځي
۲۶ ځکه څښتن به تل ستا ساتونکی وي
چې پښه دې په دام کې ونه نښلي.
۲۷ ترڅو چې د نېکۍ کولو توان لرې
نو د مسکینانو سره له مرستې نه ډډه مه کوه.
۲۸ کله چې څوک ستا نه څه وغواړي او ته یې ولرې
نو ورته مه وایه چې نن لاړ شه او سبا راشه، بیا به یې درکړم.
۲۹ د خپل ګاونډي په خلاف د زیان رسولو اراده مه لره
څوک چې ستا په خوا کې اوسیږي او په تا باور کوي.
۳۰ ترڅو چې چا تاته زیان نه وي رسولی
نو په هغه باندې بېځایه تور مه لګوه.
۳۱ د ظالم انسان سره بخیلي مه کوه
او د هغه د لارې پیروي مه کوه.
۳۲ ځکه څښتن له هغه چا نه کرکه کوي چې په غلطه لار روان وي
خو هغه د رښتینو خلکو سره د دوستۍ اړیکې لري.
۳۳ د څښتن لعنت د بدکاره انسان په کور باندې وریږي
خو هغه د نېکو خلکو په کورنیو باندې برکت وروي.
۳۴ هغه په ملنډو وهونکو خندا کوي
خو په عاجزانو خپل فضل کوي.
۳۵ د حکمت خاوندانو ته عزت په میراث کې رسیږي
خو کمعقلان به د شرم سره مخامخ کیږي.