Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
شپاړسم زبور
د ډاډګېرنې دعا
(د داود زبور)
۱ ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه
۲ ما دا وویل څښتن ته: ته څښتن یې زما
نعمتونه ټول زما دي د ستا له خوا نه
۳ د وطن سپېڅلي خلک، دي شریف خلک
په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده
۴ چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې
د هغو خلکو به غمونه زیات شي
د هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریک
نه به یې نومونه د خدایانو واخلم
۵ ته زما دپاره هر څه یې څښتنه
زه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ما ته
زما قسمت ستا په لاسونو کې دی
۶ تا په برخه کې راکړي ما ته ښه ځایونه
هېڅ په کې شک نشته چې ښایسته
زما میراث دی
۷ کوم ستاینه د څښتن چې کوي ما ته لارښوونه
حتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه
۸ څښتن تل زما سره دی زه پوهېږم
هغه موجود دی زما ښي لاس ته
نو زه به نه غورځېږم
۹ نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومه
هم بدن مې دی په امن
۱۰ ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو دنیا کې
او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم
چې شي خراب
۱۱ راښایې ما ته د ژوندون لاره
ډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا په دیدار
ستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یمه