Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي ستا کور کې؟
اوسېدی شي څوک د ستا په سپېڅلي غره؟
۲ څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې
او همېش کړي نېک کارونه
چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي
۳ څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې
څوک چې ملګرو سره بد نه کوي
نه کړي خبرې ګاونډیانو پسې
۴ څوک چې بدکارو ته په سپکه ګوري
خو عزت کوي د هغو چې کړي وېره له څښتنه
څوک چې وفا کوي خپلو وعدو باندې
نه کړي پروا که په ضرر یې هم وي
۵ ورکوي قرضونه نورو ته بېسوده
نه اخلي رشوت د شاهدۍ په بېګناهو
کړي چې دا کارونه همېشه به مستحکم وي