د زبورونو کتاب

پنځلسم زبور

خدای څه غواړي؟

(د داود زبور)

۱ ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي

ستا کور کې؟

اوسېدلی شي څوک ستا په سپېڅلي غره؟

۲ څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې

او همېش کړي نېک کارونه

چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي

۳ څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې

څوک چې ملګرو سره بد نه کوي

نه کړي خبرې ګاونډیانو پسې

۴ څوک چې بدکارو ته په سپکه ګوري

خو عزت کړي د هغو چې کړي وېره له څښتنه

څوک چې وفا کوي خپلو وعدو باندې

نه کړي پروا که په ضرر یې هم وي

۵ ورکوي قرضونه نورو ته بې‌سوده

په بې‌ګناهو باندې د شاهدۍ په خاطر

نه اخلي رشوت

کړي چې دا کارونه همېشه به مستحکم وي