د زبورونو کتاب

شپږویشتم زبور

د بې‌ګناه کس دعا

(د داود زبور)

۱ ته ښکاره کړه ای څښتنه

چې زه یمه بې‌ګناه

دې دپاره چې کومه سم کارونه

او په تا باندې توکل کومه بې له شکه

۲ کړه امتحان مې ای څښتنه او ما وازمایه

زما د زړه او ذهن دواړو ازمېښت وکړه

۳ ځکه ستا تلپاتې مینه ده په سترګو کې زما

زه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې

۴ ملګرتیا نه کوم د دروغجنو خلکو

د منافقو هېڅ ملتیا نه کوم

۵ زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومه

او د بدکارانو سره نه کښېنمه

۶ زه وینځم خپل لاسونه

دا وښایم چې یم بې‌ګناه

قربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه

۷ په لوړ اواز وایم سندرې

او ادا کوم ستا شکر

بیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه

۸ ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دی

هغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی

۹ ګناهکارو سره مه تباه کوه ما

د قاتلو له تقدیره ته ساته ما

۱۰ هغه خلک چې جوړوي پلانونه د بدۍ تل

چې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي

۱۱ خو زه کومه سم کارونه

رحم وکړه ته په ما او نجات راکړه

۱۲ زه د ټولو خطرونو نه خوندي یم

په لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه