چاپرښته ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
د زبورونو کتاب
شپږویشتم زبور
د بېګناه کس دعا
(د داود زبور)
۱ ته ښکاره کړه ای څښتنه
چې زه یمه بېګناه
دې دپاره چې کومه سم کارونه
او په تا باندې توکل کومه بې له شکه
۲ کړه امتحان مې ای څښتنه او ما وازمایه
زما د زړه او ذهن دواړو ازمېښت وکړه
۳ ځکه ستا تلپاتې مینه ده په سترګو کې زما
زه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې
۴ ملګرتیا نه کوم د دروغجنو خلکو
د منافقو هېڅ ملتیا نه کوم
۵ زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومه
او د بدکارانو سره نه کښېنمه
۶ زه وینځم خپل لاسونه
دا وښایم چې یم بېګناه
قربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه
۷ په لوړ اواز وایم سندرې
او ادا کوم ستا شکر
بیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه
۸ ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دی
هغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی
۹ ګناهکارو سره مه تباه کوه ما
د قاتلو له تقدیره ته ساته ما
۱۰ هغه خلک چې جوړوي پلانونه د بدۍ تل
چې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي
۱۱ خو زه کومه سم کارونه
رحم وکړه ته په ما او نجات راکړه
۱۲ زه د ټولو خطرونو نه خوندي یم
په لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه