د زبورونو کتاب

اوویشتم زبور

د ثنا او صفت دعا

(د داود زبور)

۱ څښتن زما رڼا زما نجات دی

نو بیا چا نه وېره وکړم؟

دی څښتن زما د ژوند ښه پناه ځای

وېره نه کړم زه د چا نه

۲ چې کړي کله بدکاران په ما حمله

رقیبان او دښمنان چې کله هڅه زما د مرګ کړي

تیندکونه خوري رالویږي

۳ که لښکرې هم له ما نه شي چاپېرې

زه به ونه کړمه وېره

که جګړه زما په ضد هم شي روانه

بیا به هم کوم توکل په څښتن

۴ زه د یو شي سوال کومه له څښتنه

هغه دا دی چې یې غواړم

چې ټول عمر د څښتن کور کې دېره شم

چې زه ووینم ښېګڼې د څښتن

او چې وکړمه طلب د هدایت یې

۵ د سختیو په وختونو کې به ماته پناه راکړي

ما به وساتي په امن په خپل کور کې

ما به وساتي خوندي په سر د لوړ ګټ

۶ بریالی به شم په ټولو دښمنانو

چې زما څخه چاپېر دي

زه به ورکړم قربانۍ د ده په کور کې

د خوشحالۍ په چیغو

زه به وایمه سندرې د څښتن به کړم ثنا او صفت یې

۷ زه چې کله کړم فریاد نو ته یې واوره ای څښتنه

مهربان شه په ما باندې او دعا مې کړه قبوله!

۸ کله تا چې دي ویلي: «راشئ زما عبادت وکړئ»

ما ځواب درته ویلی: «زه به درشم ای څښتنه»

۹ ته دې خپل مخ له ما نه مه اړوه

ته په ما مه په قهرېږه

ما مه شړه یمه زه ستا خدمتګار

تل زما یې مددګار

ای زما د نجات خدایه

ته مې مه پرېږده او مه مې لېرې باسه

۱۰ که مې مور او پلار هم پرېږدي

خو څښتن به ما قبول کړي

۱۱ ماته خپله لاره وښایه څښتنه

ما په سمه لاره بوځه

ځکه ډېر مې دښمنان دي

۱۲ ما د رقیبانو واک کې مه ورکوه

راپورته شوي زما په ضد دي دروغجن شاهدان

راکوي د تاوتریخوالي اخطارونه

۱۳ زه باور لرم تر هغې به یم ژوندی ‎

چې خپل ژوند کې د څښتن نېکي وګورم

۱۴ کړه توکل په څښتن

اوسه مضبوطه او پرېږده زړه دې چې جرات پیدا کړي

کړه توکل دې په څښتن