Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
دېرشم زبور
د شکرګزارۍ دعا
(د داود زبور. د خدای د کور د وقفولو دپاره سرود)
۱ ای څښتنه بیانومه ستا لویي
ځکه تا یمه ژغورلی
دښمنان دې زما نه دي پریښي
چې په ما شي دوی خوشحاله
۲ ای څښتنه زما خدایه
ما فریاد وکړلو تا ته د کومک دپاره
تا شفا راکړله ما ته
۳ زه د مرګ په لار روان وم
تا له قبره وساتلم
نوی ژوند دې راکړ ما ته
۴ ای څښتن ته وفادارو خلکو
ثنا یې وایئ په سندرو باندې
ساتئ یې په یاد، شکر یې کړئ
چې دی سپېڅلی هغه
۵ وي غضب د ده یوې شېبې دپاره
خو یې فضل وي د ټول عمر دپاره
د شپې کېدای شي چې ژړا وي ټوله
خو په سهار کې خوشحالي راځي
۶ چې مې احساس د بېغمۍ وکړ
بیا مې د ځانه سره داسې وویل:
زه به هېڅکله په لړزان نه شم
۷ کله چې تا وکړ احسان په ما ای څښتنه
زه دې د غره په شان قوي کړمه
کله چې مخ دې رانه واړاوه زه ووېرېدم
۸ ما فریاد وکړلو تا ته ای څښتنه
ما د رحم سوال وکړلو له تا نه
۹ زما مرګی به څه فایده ولري؟
څه فایده به وکړي چې قبر ته زه لاړ شم؟
ایا خاورې به ویلی ستا ثنا شي؟
دا به وکړای شي بیان وفا د ستا؟
۱۰ کړه دعا زما قبوله ای څښتنه
رحم وکړه ته په ما
ای څښتنه مددګار شه ته زما
۱۱ تا زما ماتم بدل کړ د خوشحالۍ په ګډا
تا د ویر جامې زما نه وویستلې
تا جامې د خوشحالۍ راواغوستلې
۱۲ نو زه به غلی پاتې نه شم
زه به د زړه له تله وایم ستا د ثنا سندره
ای څښتنه! زما خدای یې
تل ترتله به زه ستا شکر کومه