د زبورونو کتاب

یودېرشم زبور

په خدای باندې د توکل کولو دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ ما پناه راوړې تاته ای څښتنه!

مه پرېږده مې ته هېڅکله خجالت ته

ته عادل یې ماته راکړه نجات

۲ ونیسه غوږ ماته واوره زما دعا

زر شه ماته نجات راکړه

زما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړې

ته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې

۳ زما کلا او پناه ځای یې ته

ته د خپل نوم په خاطر وکړه هدایت او لارښوونه راته

۴ ما له هغه دامه وساته چې دوی دی راته ایښی

ځکه ته مې پناه ځای یې

۵ زه خپل روح سپارمه تاته

ما به وژغورې څښتنه

وفادار یې ته ای خدایه

۶ له هغو خلکو څخه کرکه کوم

چې عبادت کړي د بتانو بې‌ارزښتو

خو زه په تا باندې توکل کومه

۷ زه به خوشحاله یم خوښي به کوم

ستا په تلپاتې مینه

ځکه چې تا زما درد ولیدلو

او د تکلیف نه مې خبر شولې

۸ زه دې ورنه کړم په لاس د دښمنانو

خوندي ځای ته دې زه بوتلم

۹ رحم وکړه په ما باندې ای څښتنه

ځکه یمه په تکلیف کې

زما سترګې ستړې شوې له ژړا نه

زه بیخي یمه ستومانه

۱۰ ژوند مې شو په غم تالا

د خفګان د لاسه عمر مې لنډ شوی

زه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوری

ان هډوکي مې له کاره دي وتلي

۱۱ راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زما

په تېره بیا ګاونډیان

هغوی چې پېژني ما زړه یې چوي زما څخه

کله چې دوی مې په کوڅه کې ویني

دوی کاندي تېښته زما څخه

۱۲ زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړي

زه په شان یم د کودي چې وي چا لېرې غورځولی

۱۳ کړي ګونګوسي راپسې ډېر دښمنان اورم یې زه

له هرې خوا راباندې وېره ډېره

دوی پلانونه زما په ضد جوړوي

هم جوړوي مې د مرګي دسیسې

۱۴ خو توکل زما په تا دی ای څښتنه

زه دا وایم: «ته مې خدای یې»

۱۵ زما ژوند دی ستا په لاس کې

د دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړه

او له هغو نه مې خلاص کړه

چې په ما پسې دي

۱۶ په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته

وژغوره ما ته په خپلې تلپاتې مینې

۱۷ ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شم

ځکه تاته زه فریاد کړم

بدکاران دې خجالت شي

پټه خوله دې دوی شي ښکته خپلو قبرو ته

۱۸ د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلې

چې مغرور او کبرجن دي

چې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې

۱۹ څه عجیبه دا ښه شیان دي

چې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تا

هر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یې

څنګه ته ساتې هغوی چې غواړي پناه ستا نه

۲۰ ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نه

خپل حضور کې خوندي ساتې

دوی د خپلو دښمنانو له تورونو

په ډاډمنه پناه ځای کې پټ ساتې

۲۱ ثنا او صفت دې وي څښتن ته!

کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومه

څه عجیبه مینه یې وکړه له ما سره

۲۲ زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوه

چې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمه

خو کله ما چې زارۍ وکړې د کومک دپاره

نو تا زما دعا قبوله کړله

۲۳ ای خپل څښتن ته وفادارو خلکو

ده سره مینه وکړئ

څښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکو

خو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي

۲۴ اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکو

ټول هغه چې هیله له څښتن لرئ