کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
یودېرشم زبور
په خدای باندې د توکل کولو دعا
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)
۱ ما پناه راوړې تا ته ای څښتنه
مه پرېږده ما ته هېڅکله خجالت ته
ته عادل یې ما ته راکړه نجات
۲ ونیسه غوږ ما ته واوره دعا زما
زر شه ما ته نجات راکړه
زما دپاره پناه ځای شه چې ساتنه زما وکړې
ته زما قوي کلا شه چې نجات راته راکړې
۳ زما کلا او د ګټ په شان پناه ځای یې ته
ته د خپل نوم په خاطر وکړه
هدایت او لارښوونه راته
۴ ته ما وساته له هغه دامه
چې دوی دی راته ایښی
ځکه ته مې پناه ځای یې
۵ زه خپل روح سپارمه تا ته
ما به وژغورې څښتنه
وفادار یې ته ای خدایه
۶ له هغو خلکو څخه کرکه کوم
چې عبادت کړي د بتانو بېارزښتو
خو زه په تا باندې توکل کومه
۷ زه به خوشحاله یم خوښي به کوم
ستا په تلپاتې مینه
ځکه چې تا زما درد ولیده
او د تکلیف نه مې خبر شولې
۸ زه دې ورنه کړمه په لاس د دښمنانو
خوندي ځای ته دې زه بوتلم
۹ رحم وکړه په ما باندې ای څښتنه
ځکه یمه په تکلیف کې
زما سترګې ستړې شوې له ژړا نه
زه بیخي یمه ستومانه
۱۰ ژوند مې شو په غم تالا
د خفګان د لاسه عمر مې لنډ شوی
زه مې خپلو ګناهونو کړم کمزوری
حتی هډوکي مې له کاره دي وتلي
۱۱ راته په سپکه سترګه ګوري دښمنان ټول زما
په تېره بیا ګاونډیان
هغوی چې پېژني ما کوي وېره له ما
کله چې دوی مې په کوڅه کې ویني
دوی کاندي تېښته له ما
۱۲ زه هرچا یمه هېر کړی لکه مړی چې څوک هېر کړي
زه په شان یم د کودي چې غورځولی وي چا لېرې
۱۳ اورم یې زه کله چې کړي ګونګوسي
ډېر دښمنان راپسې
له هرې خوا راباندې وېره ډېره
دوی پلانونه زما په ضد جوړوي
هم جوړوي مې د مرګي دسیسې
۱۴ خو توکل زما په تا دی ای څښتنه
زه دا وایم: ته مې خدای یې
۱۵ زما ژوند دی ستا په لاس کې
د دښمنانو د لاسونو نه مې خلاص کړه
او له هغو نه مې خلاص کړه
چې په ما پسې دي
۱۶ په ورین تندي وګوره خپل خدمتګار ته
وژغوره ما ته په خپلې تلپاتې مینې
۱۷ ته مې مه پرېږده څښتنه چې خجل شم
ځکه تا ته زه فریاد کړم
بدکاران دې خجالت شي
پټه خوله دې دوی شي ښکته خپلو قبرو ته
۱۸ د هغوی دروغجنې ژبې دې شي غلې
چې مغرور او کبرجن دي
چې نېکانو پسې کړي سپکې خبرې
۱۹ څه عجیبه دا ښه شیان دي
چې تا ساتلي دي هغوی ته چې کړي وېره له تا
هر یو پوهیږي چې ته څومره نېک یې
څنګه ته ساتې هغوی چې پناه غواړي له تا نه
۲۰ ته هغوی د نورو خلکو دسیسو نه
خپل حضور کې خوندي ساتې
دوی د خپلو دښمنانو له تورونو
پټ ساتې په ډاډمنه پناه ځای کې
۲۱ ثنا او صفت دې وي څښتن ته
کله چې زه په کلا بند ښار کې ګېر شوی ومه
څه عجیبه مینه یې وکړله له ما سره
۲۲ زه وېرېدلی وم او خیال مې کاوه
چې ستا حضور ځینې زه لېرې شړل شوی یمه
خو کله چې ما وکړې زارۍ د کومک دپاره
نو تا قبوله کړله دعا زما
۲۳ ای خپل څښتن ته وفادارو خلکو
ده سره مینه وکړئ
څښتن ساتنه کوي د وفادارو خلکو
خو کبرجنو ته د خپل عمل پوره سزا ورکوي
۲۴ اوسئ ځواکمن او زړور ای خلکو
ټول هغه چې هیله له څښتن لرئ