د زبورونو کتاب

دوه دېرشم زبور

په ګناه اقرار کول او بخښنه

(د داود زبور)

۱ بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوې

هغه څوک چې اچول شوې یې پرده په ګناهونو باندې

۲ بختور دی هغه څوک چې څښتن یې نه ګڼي مجرم

او هغه څوک چې د ټګۍ نه پاک وي

۳ چې کله نه کاوه ما اقرار په خپلو ګناهونو باندې

نو ټوله ورځ به له زګېروو نه زه ستومانه ومه

۴ راکوله به سزا راته شپه او ورځ تا ای څښتنه

ما قوت خپل بیخي ورکړ له لاسه

لکه څنګه چې د اوړي ګرمي وچ کړي لنده بل

۵ نو ما تا ته اقرار وکړلو د خپلو ګناهونو

پټ مې نه کړل ما له تا نه خپل جرمونه

دا مې وویل خپل ځان سره په زړه کې:

زه به په خپلو سرکښیو باندې وکړمه اقرار څښتن ته

او تا معاف کړل ټول ګناهونه زما

۶ نو چې موقع نه وي د لاس ځینې وتلې

باید ټول وفادار خلک دعا وغواړي له تا نه

چې کله زیات شي تکلیفونه د سېلاب په شان

تکلیف به دوی ته ور ونه رسیږي

۷ ته پناه ځای یې زما ما به ساتې د تکلیفونو څخه

ګردچاپېره به ویلی شي زما د بچ کېدو سندرې

۸ څښتن وایي: هغه لار به درته ښایم

چې باید لاړ شې پرې ته

تا ته به وکړم لارښوونه زه

او په تا به ساتم نظر

۹ بې‌عقل کېږئ مه لکه د اس او د قچر په شان

چې کنترول یې په قیضه او واګي کیږي

او که نه، نو رابه نه شي ستاسو خواته

۱۰ ډېر وي غمونه د بدکارانو

خو چې څوک کاندي په څښتن باندې توکل

ساتل کیږي به هغه د ده په تلپاتې مینه

۱۱ ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړي

په هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئ

صادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې