د زبورونو کتاب

دري دېرشم زبور

د ستاینې سندره

۱ ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړي

هغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغې

مناسبه ده ستاینه د هغه د صادقانو دپاره

۲ وکړئ شکرونه د څښتن په وهلو د رباب

هم ورته وغږوئ ساز په چنګ سره

۳ هغه ته ووایئ سندره نوې

په ښو سازونو سره

او لوړ اوازونو سره

۴ د څښتن کلام رښتینی دی او سم دی

ټول کارونه د هغه د باور وړ دي

۵ خوښوي څښتن نېکي او عدالت

ده ځمکه ډکه د څښتن له تلپاتې مینې

۶ اسمانونه د څښتن په حکم جوړ شول

په خبره یې د خولې لمر او سپوږمۍ او ستوري جوړ شول

۷ دریابونه یې په یو ځای کې راټول کړل

کړل بحرونه هغه بند په لویو لویو ذخیرو کې

۸ پرېږدئ ټوله ځمکه د څښتن څخه په وېره شي

پرېږدئ ټول خلک د نړۍ یې درناوی وکړي

۹ کله چې ده ورکړو فرمان نو دا دنیا شوه پیدا

د ده په امر ټول شیان پیدا شول

۱۰ د قومونو پلانونه څښتن ورشنډوي

نه پرېږدي هغوی چې کړي حاصل خپل مقصدونه

۱۱ خو تل ترتله کړي دوام د ده پلانونه

ټولو نسلونو پورې وي به دوامدار یې مقصدونه

۱۲ چې خدای یې وي څښتن نو هغه قوم بختور دی

چې خپل ځان ته یې غوره کړي هغه خلک بختور دي

۱۳ لاندې ګوري له اسمان ځینې څښتن

ویني مونږ ټول انسانان

۱۴ په اسمان کې له خپل تخت نه

هغه څاري ټول اوسېدونکي د جهان

۱۵ دی جوړوونکی د هغوی د ټولو زړونو هغه

او هم خبر یې دی د ټولو عملونو هغه

۱۶ په خپل قوي لښکر پاچا کامیابېدلی نه شي

په خپل زیات ځواک سره عسکر روغ راوتلی نه شي

۱۷ څوک چې یقین لري په جنګي اس نو بری موندلی نه شي

که زورور وي جنګي اس بیاهم څوک بچ کولای نه شي

۱۸ څښتن ساتي خپل نظر په هغو خلکو

چې کړي وېره له هغه نه

او څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه

۱۹ هغه دوی ساتي له مرګي نه

په وختونو د قحطۍ کې یې هم ساتي ژوندي

۲۰ مونږ یو په امید کې کړو څښتن ته انتظار

دی مرستندوی زمونږ او زمونږ سپر دی

۲۱ زمونږ زړونه دي خوشحال د ده په وجه

ځکه مونږ کړو توکل د ده په پاک نامه

۲۲ څنګه چې تاته دی زمونږ امید

داسې دې ستا تلپاتې مینه وي زمونږه سره