د زبورونو کتاب

دري دېرشم زبور

د ستاینې سندره

۱ ای نېکانو هغه کارونه چې څښتن کړي

هغې دپاره ووهئ د خوشحالۍ چیغې

د صادقانو دپاره مناسبه ده ستاینه د هغه

۲ وکړئ شکرونه د څښتن په وهلو د رباب

هم ورته وغږوئ په چنګ سره ساز

۳ هغه ته ووایئ سندره نوې

په ښو سازونو سره

او لوړ اوازونو سره

۴ د څښتن کلام رښتینی دی او سم دی

ټول کارونه د هغه د باور وړ دي

۵ خوښوي څښتن انصاف او عدالت

ده ځمکه ډکه د څښتن له تلپاتې مینې

۶ اسمانونه د څښتن په حکم جوړ شول

په خبره یې د خولې لمر او سپوږمۍ

او ستوري جوړ شول

۷ دریابونه یې په یو ځای کې راټول کړل

کړل بحرونه هغه بند په لویو لویو ذخیرو کې

۸ پرېږدئ ټوله ځمکه شي په وېره له څښتنه

پرېږدئ ټول خلک د نړۍ یې درناوی وکړي

۹ کله چې ده ورکړو فرمان نو دا دنیا شوه پیدا

د ده په امر ټول شیان شول پیدا

۱۰ د قومونو پلانونه څښتن ورشنډوي

نه پرېږدي هغوی چې کړي حاصل خپل مقصدونه

۱۱ خو تل ترتله کړي دوام پلانونه د هغه

ټولو نسلونو پورې وي به دوامدار یې مقصدونه

۱۲ چې خدای یې وي څښتن نو هغه قوم بختور دی

چې خپل ځان ته یې غوره کړي هغه خلک بختور دي

۱۳ لاندې ګوري له اسمان څخه څښتن

ویني مونږ ټول انسانان

۱۴ په اسمان کې له خپل تخت نه

هغه څاري ټول اوسېدونکي د جهان

۱۵ دی جوړوونکی د هغوی د ټولو زړونو هغه

او هم خبر دی د هغوی د ټولو عملونو هغه

۱۶ په خپل قوي لښکر پاچا کامیابېدلی نه شي

په خپل زیات ځواک سره عسکر روغ راوتلی نه شي

۱۷ څوک چې یقین لري په جنګي اس نو بری موندلی نه شي

که زورور وي جنګي اس بیاهم څوک بچ کولای نه شي

۱۸ څښتن ساتي خپل نظر په هغو خلکو باندې

چې کړي وېره له هغه نه

او څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه

۱۹ له مرګي نه هغه ساتي هغوی

په وختونو د قحطۍ کې یې هم ساتي ژوندي

۲۰ زمونږ هیله ده څښتن ته

دی مرستندوی زمونږ او زمونږ سپر دی

۲۱ زمونږ زړونه دي خوشحال د ده په وجه

ځکه مونږ کړو توکل د ده په پاک نامه

۲۲ څنګه چې تا ته دی زمونږه امید

داسې دې ستا تلپاتې مینه وي زمونږه سره