کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
څلوردېرشم زبور
د خدای د نېکۍ له امله ستاینه
(د داود زبور کله چې هغه ابيملک ته ځان لېونی وښود. بیا ابيملک هغه وشاړه او داود لاړ)
۱ تل به کومه د څښتن ثنا او صفت
وي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه
۲ زه به یې وستایم چې څه کړي دي هغه
پرېږده ټول بېوزلي واوري او خوشحال شي
۳ د څښتن لویي زما سره اعلان کړئ
راشئ یوځای یې د نوم ستاینه وکړو
۴ ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبوله
زه یې کړم خلاص د ټولو وېرو څخه
۵ چې توکل کړي څوک هغه باندې
نو ځلیږي به یې مخ د خوشحالۍ نه
هغوی به هېڅکله ونه شرمیږي
۶ دې بېوزله سړي وکړلو فریاد
څښتن ورکړلو ځواب
هغه خلاص کړلو د خپلو ټولو تکلیفونو څخه
۷ هغه خلک چې کړي وېره له څښتنه
فرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېره
او خلاصون ورکوي دوی ته له خطره
۸ وازمایئ ښهوالی د څښتن
او وګورئ چې څومره نېک دی هغه
بختور دی هغه څوک چې هغه نه پناه غواړي
۹ وېره وکړئ له څښتنه د څښتن سپېڅلو خلکو
محتاج به نه وي هغه خلک چې کړي وېره له هغه نه
۱۰ ځوریږي د لوږې او احتیاج نه زمریان هم
خو هغه چې رجوع وکړي څښتن ته
نه به وي هغوی دپاره د نعمتونو کمی
۱۱ راشئ، بچیانو ما ته غوږ ونیسئ
چې د څښتن عزت کول درزده کړم
۱۲ ایا د ژوند خوند اخیستل غواړئ؟
ایا خوشحاله اوږد ژوند غواړئ؟
۱۳ بدو خبرو نه وساتئ خپله ژبه
وساتئ دروغو نه خپلې شونډې
۱۴ له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکي
سولې دپاره هلېځلې کوئ او ورپسې وګرځئ
۱۵ دی د څښتن نظر نېکانو باندې
او نیسي غوږ یې فریادونو لره
۱۶ خو دی څښتن د بدکارانو خلاف
او ورکوي د ځمکې مخ نه نوم او نښان د هغوی
۱۷ نېکان فریاد کوي څښتن ته او هغه یې اوري
دوی خلاصوي له خپلو ټولو تکلیفونو څخه
۱۸ څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې
زړونه یې مات وي
ورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي
۱۹ ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځي
خو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري
۲۰ هغه ساتي ټول هډوکي د ده
هېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه
۲۱ خپلې بدۍ له لاسه مړه به شي بدکاره خلک
سزا به ورکړل شي هغو ته
چې کړي کرکه د نېکانو څخه
۲۲ څښتن نجات ورکوي خپلو بندګانو لره
څوک چې هغه ته پناه یوسي نو مجرم به نه شي