د زبورونو کتاب

پنځه دېرشم زبور

د سختیو په وخت کې د مرستې دپاره دعا

(د داود زبور)

۱ مخالفت وکړه ته زما د دښمنانو سره ای څښتنه

هغوی چې ما سره کړي جنګ ورسره وجنګېږه

۲ ته دې خپل سپر او خپله زغره واخله

او راشه ته زما مرستې لره

۳ خپله نېزه او جنګي تبر دې راپورته کړه ته

د هغه چا په وړاندې چې په ما پسې دي

دغه ډاډ راکړه چې به ما ته راکوې خلاصون

۴ هغه کسان چې غواړي ما ووژني

هغوی دې ماتې سره مخ شي او

رسوا دې شي

زما په ضد چې دسیسې جوړوي

شي دې ناکام او خجالته دې شي

۵ دوی دې د بوسو په شان شي چې یې باد الوزوي

او فرښته د څښتن دې هغوی وځغلوي

۶ په هغه وخت چې فرښته د څښتن وي په هغوی پسې

د هغوی لاره دې تیاره او ښویېدونکې دې شي

۷ بې‌سببه هغوی ایښی راته دام دی

بې‌سببه راته کنده یې ایستلې چې مې ښکېل کړي

۸ بربادي دې ناڅاپي ورباندې راشي

دوی دې راګېر شي په خپل دام کې

ودې غورځیږي او برباد دې شي

په هغه کنده کې چې دوی کیندلې

۹ نو بیا زه به شم خوشحاله له خپل څښتنه

زه به کړمه خوشحالي ځکه خلاصون یې دی راکړی

۱۰ د زړه له کومي به څښتن ته وایم:

نشته هېڅوک ستا په شان ای څښتنه

له زورورو څخه ژغورې ته کمزوري خلک

ته خواران خلک ژغورې له ظالمانو

۱۱ بدکاران زما په ضد شاهدي وایي

د هغو جرمونو تور راباندې وایي

چې خبر ورڅخه نه یم

۱۲ د نېکۍ بدل کې ما سره بدي کړي

زه یم ډوب نا‌امیدۍ کې

۱۳ خو چې کله به هغوی شول رنځوران

نو اغوستلې به ما د غم جامې

په روژه نیولو ځان مې ځورولو

ما خپل سر به ټیټاوه کړله دعا مې

۱۴ لکه چې دوست او یا خپل ورور

سره مې ویر کاوه

سر به مې ټیټ کړلو له غمه ځینې

لکه چې څوک کوي ژړا په خپلې مور باندې

۱۵ کله چې زه وم په تکلیف کې، دوی خوشحاله وو ټول

سره راټول شول او ملنډې یې وهلې په ما

پردیو خلکو به وهلمه زه

او دوامداره سپکاوی به یې کولو زما

۱۶ د هغو خلکو په شان څوک چې وهي

ریشخند ملنډې په ګوډانو باندې

دوی چیچل ما ته د نفرت غاښونه

۱۷ ترڅو به ګورې ورته ای څښتنه؟

د دې خلکو د بریدونو نه مې خلاص کړه

د دې زمریانو نه مې وژغوره قیمتي ژوند

۱۸ بیا به ستا شکر کړمه ستا د قوم غونډه کې

د هغو ټولو مخکې زه به ستا ثنا وایمه

۱۹ مه پرېږده څوک چې بې‌دلیله دښمنان دي زما

چې شي خوشحاله زما په ماتې باندې

مه یې پرېږده چې بې‌سببه کړي زما نه کرکه

چې کړي خندا د خوشحالۍ زما په غم باندې

۲۰ د خیر خبرې نه کوي کاندي د شر خبرې

کوي غلطې خبرې په هغوی پسې

څوک چې په سوله کې ژوندون تېروي

۲۱ دوی په ما لګوي تور او وهي چیغې:

واه! واه! تا چې څه وکړل مونږ ولیدل

۲۲ خو ای څښتنه ولیدل تا هر څه

نو چوپ کېږه مه څښتنه

ته له ما مه لېرې کېږه

۲۳ ای څښتنه، شه راپورته او دفاع راڅخه وکړه

شه راپورته زما خدایه، وکالت وکړه ته زما د دعوې

۲۴ ته عادل یې ای څښتنه نو زما بې‌ګناهي کړه ته اعلان

ته زما دښمنان مه پرېږده چې ما باندې خوشحال شي

۲۵ هغوی مه پرېږده چې ووایي خپل منځ کې:

مونږ هغه له منځه یووړ

هغه څه چې مونږ غوښتل هغسې وشول

۲۶ څوک چې زما په بدبختۍ کې خوشحالي کړي

هغوی دې وخوري سمه ماتې وارخطا دې شي

څوک چې خپل ځان له ما بهتر ګڼي

شي په جامو د شرم پټ او رسوا دې شي

۲۷ هغوی چې غواړي ما برحق وویني

د خوشحالۍ چیغې دې ووهي

او تل دې وایي: څومره لوی دی څښتن

په سوکالۍ د خپل خادم باندې خوشحاله دی

۲۸ ستا عدالت به بیا په ژبه زه بیان کړمه

او ټوله ورځ به زه د ستا ثنا صفت کړمه