Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
شپږدېرشم زبور
د انسان بدکاري او د خدای نېکي
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور)
۱ د زړه په تل کې د بدکاره خلکو
کوي ګناه خبرې
هغوی هېڅ له خدایه نه وېریږي
۲ دا چې دوی ځان ته ډېر اوچت فکر کړي
فکر کوي چې خدای به نه کړي پیدا
د دوی ګناه او نه به یې وغندي
۳ د دوی د خولې خبرې بدې، له دروغو ډکې
دوی نور نه کړي عقلمن کار او نېکي
۴ کله چې پروت وي بستره کې
پلانونه د بدۍ جوړوي
هغه خپل ځان په بده لار بوځي
نه اخلي لاس له بده کاره ځینې
۵ تلپاتې مینه دې رسیږي
اسمانونو پورې ای څښتنه
وفاداري دې تر فلکه رسي
۶ ستا عدالت داسې قایم دی د لوړو غرونو په شان
ستا انصاف لکه ژور دریاب دی
ته پام کوې په انسانانو او حیواناتو باندې
۷ دا ستا تلپاتې مینه څومره قیمتي ده خدایه
پناه اخلي ټول خلک ستا د وزرونو د سیوري لاندې
۸ کړي د پرېمانه خوړو ستا نه خوراکونه هغوی
خپل د خوښۍ سیند نه دوی ته اوبه ورکوې
۹ یې د ژوندون سرچینه
ستا د نور په سبب وینو مونږ رڼا
۱۰ څوک چې تا پېژني هغو سره کوه تلپاتې مینه
څوک چې نېکان دي د هغوی سره نېکي کوه ته
۱۱ مه پرېږده مغروره خلک چې مې تر پښو لاندې کړي
یا بدکاران خلک چې ما وشړي
۱۲ ګورئ هلته دي پراته هغه بدکاره خلک
غورځول شوي، بیا هېڅکله جګېدلی نه شي