د زبورونو کتاب

اووه دېرشم زبور

د بدکارانو او نېکانو سرنوشت

(د داود زبور)

۱ په خاطر د بدکارانو اندېښنه مه کړه

څوک چې کړي غلط کارونه بخیلي ورسره مه کړه

۲ د واښو په شان به دا خلک زر وچ شي

داسې به مړاوي شي چې څنګه بوټي شنه وچیږي

۳ کړه توکل دې په څښتن کوه نېکي

نو خپل وطن کې دې اوسېږه خوند د امن اخله

۴ لټوه ته خوشحالي دې په څښتن کې

هغه به ستا د زړه ارزو کړي پوره

۵ خپله لاره دې ته وسپاره څښتن ته

وکړه توکل په هغه باندې مرسته ستا به وکړي

۶ کړي به سهار په څېر روښانه نېکي ستا

وځلوي به دې انصاف غرمې د لمر په څېر

۷ وکړه انتظار غلی څښتن په مخکې صبر شه

اندېښنه مه کړه د هغه چا په هکله چې خوشبخت دی

یا هغه چې دی کامیاب په خپلو بدو پلانو کې

۸ مه په قهرېږه غوسه کېږه مه

مه کړه اندېښنه ځکه بدۍ ته به دې بوځي اندېښنه

۹ له منځه لاړ به شي ټول بدکاران

خو څوک چې کاندي توکل په څښتن

ځمکه به شي د هغوی

۱۰ ورک به په لږ وخت کې بدکاران شي

نه به پیدا کیږي که هرڅومره یې لټون کوې

۱۱ عاجزان خلک به د ځمکې وارثان شي

د سوکالۍ او ارامۍ نه به خوندونه اخلي

۱۲ بدکاره خلک د نېکانو مقابل کې دسیسې جوړوي

او دوی ته چیچي د غوسې غاښونه

۱۳ خو څښتن کوي خندا په بدکارانو پسې

ځکه څښتن ویني راروانه ده د هغوی د سزا ورځ

۱۴ راوباسي خپلې تورې بدکاران

او راکاږي یې لیندې

چې عاجزان او محتاج خلک مړه کړي

چې کاندي قتل هغه خلک چې سم کارونه کوي

۱۵ تورې د هغوی به غوڅوي د هغوی خپل زړونه

ماتې به لیندې شي د هغوی

۱۶ که وي کمه شتمني د نېک سړي

ډېرو بد کارو د دولت ځینې بهتره ده دا

۱۷ ځکه لاسونه د بد کارو به څښتن ورمات کړي

خو حمایه کړي د نېکانو خلکو

۱۸ ورځ په ورځ څښتن ساتي نېک بندګان

تل مدام به وي د ځمکې وارثان

۱۹ د سختیو په وختونو کې به دوی شرمنده نه شي

هم به ماړه وي د قحطۍ په وخت کې

۲۰ خو بدکاران به مړه شي

دښمنان به شي تباه د څښتن

وحشي ګلانو په شان

شي به ورک لکه لوګي په شان

۲۱ بدکاران اخلي پورونه او بیا نه یې خلاصوي

خو نېکان ورکړه کوي په سخاوت

۲۲ چې د څښتن له خوا نه چاته برکت ورکړل شي

ځمکه به دوی کړي خپله

خو په چا چې وي لعنت د هغه

هغوی به وشړل شي

۲۳ په هغه لار چې نېکان ځي ورباندې

څښتن د هغو لارښوونه کوي

له هغه چا چې ډېر راضي وي څښتن ساتي هغوی

۲۴ که هغوی وغورځیږي پورته به شي

ځکه څښتن به هغوی ونیسي له لاسه ځینې

۲۵ له ځوانۍ نه بیا تر‌اوسه چې زه زوړ یم

ما هېڅکله نېکان خلک نه دي لیدلي

چې څښتن وي دوی پرې ایښي

یا یې کړی اولادونو وي ډوډۍ دپاره سوال

۲۶ همېشه هغوی سخیان وي

ورکوي نورو ته قرض

اولادونه د هغوی ګرځي سبب د برکت

۲۷ له بدۍ لېرې ګرځه کړه ته نېکي

نو ته او ستا نسل به اوسئ په دې خاوره کې تل

۲۸ مینه څښتن کوي انصافه سره

هغه نه پرېږدي خپل وفادار خلک

تر ابده هغوی ساتي

خو نسلونه د بدکارو به تباه شي

۲۹ نېکان به واک د ځمکې واخلي

په کې اوسي به تل

۳۰ د نېکو خلکو له خولې وځي د حکمت خبرې

وي یې په ژبه د انصاف خبرې

۳۱ هغوی د خپل خدای قانون زړه کې ساتي

ځکه یې پښې هېڅکله نه ښوییږي

۳۲ په نېکانو پسې څار کړي بدکاران

او کوښښ کوي د دوی د قتلولو

۳۳ خو څښتن به دوی پرېنږدي چې دښمن ته په لاس ورشي

یا محکوم په محکمه کې وګڼل شي

۳۴ کوه توکل دې په څښتن باندې

او په حکمونو یې عمل کوه

ځمکه به درکړي تا به کړي سرلوړی

د بدکارانو تباهي به ته په خپله ګورې

۳۵ ما یو بدکاره او ظالم ولیده

لکه شنې ونې په شان

چې یې شاخونه او پاڼې خپرې کړي هر خوا

۳۶ خو چې وروسته تېرېدم زه هغه نه ؤ هغه ځای کې

ما هغه ولټاوه خو پیدا نه شو

۳۷ نېکو خلکو ته پام وکړه او صادقانو ته وګوره

خوښوي چې کوم خلک سوله

لري دوی به ښه راتلونکې

۳۸ خو ګناهکاران به ټول شي هلاک

اولاده د بدکارانو به تباه شي

۳۹ څښتن ژغوري نېکان خلک

د سختیو په وختو کې یې څښتن وي پناه ځای

۴۰ څښتن کاندي له هغو سره کومک

او ورکوي ورته نجات

ورکوي خلاصون هغوی ته له بد کارو

ځکه دوی وروړي هغه لره پناه